د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

عبدالله: طالبانو سره د سولې بحثونه د نظر تر کچې دي او لا عملي بحث نه‎دی شوی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، که طالبان د سولې د خبرو لپاره جدي اراده ولري، نو په کابل يې د دفتر د خلاصېدو په وړاندې کوم جدي خنډ نه‎دی موجود.

ښاغلي عبدالله چې د يکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» يې په کابل کې په سیمه‎ییزې حکومتوالۍ کې د ښځو د ګډون ملي کنفرانس ته خبرې کولې وویل چې طالبانو سره د سولې بحثونه يوازې د نظر تر کچې دي او په دې اړه لا کوم عملي بحث نه‎دی شوی.

دی زیاتوي:

"دغه بحثونه د يوه نظر په حیث شوي، تردې مهاله په دې اړه کوم عملي بحث نه‎دی شوی، خو که يوه ورځ داسې راشي چې دوی د سولې د خبرو لپاره جدي لېوالتیا وښيي او ووايي چې موږ نه غواړو چې له هېواده بهر دفتر ولرو او د افغانستان په پلازمېنه کې د سولې خبرې کوو، نو زه فکر کوم د دې په وړاندې باید خنډ نه‎وي موجود."

ښاغلی عبدالله وايي، د سولې د خبرو لپاره هر وخت دروازې خلاصې دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه لېوالتیا نه‎ده ښودلې.

د اجرائیه رئیس په خبره، د سولې خبرې د افغانستان د خلکو قرباني کول نه بلکه، دوی خپلو هيلو ته رسول دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي و چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره چمتو دي چې لکه د حزب‎اسلامي په څېر طالبانو ته هم په کابل کې یو دفتر پرانېزي.

د دغې شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک ویلي، هر هغه مېکانیزم او پروسه چې د سولې د خبرو لپاره د وسله‎والو طالبانو له‎خوا مطرح شي افغان حکومت ته د منلو وړ ده.

ولسمشر غني هم دا خبرداری ورکړی چې که طالبان افغانان وي، د سولې له پروسې سره دې یوځای شي که نه نو له‎منځه به یوړل شي.

د سولې شورا واګې یې باید بې طرفه خلکو ته ورکړې وای.

خو طالبانو تل له افغان حکومت سره خبرې رد کړي او د دغې ډلې مشر ملا هېبت‎الله د اختر په مناسبت په خپل یو پیغام کې له امریکا غوښتي و چې له طالبانو سره د مقابلې پر ځای دې له دغې ډلې سره د ډیپلوماټیکو لارو خپله ستونزه حل کړي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د دفتر پرانېستنې د وړاندیز په غبرګون ازادي راډيو ته ویلي چې دوی د کابل له حکومته دفتره نه‌ غواړي.

ښاغلی مجاهد د وسله‎‎والو طالبانو په پخوانۍ غوښتنه یعنې له افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټينګار کوي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان بیا په دې باور دي، که د ملي يووالي حکومت د سولې لپاره جدي اراده ولري له وسله‎والو طالبانو سره سوله شونې ده.

د سیاسي چارو کارپوه رفیع الله کاکړ وايي، که د حکومت مشرانو د سولې لپاره اراده لرلای نو د سولې شورا واګې یې باید داسې کسانو ته سپارلي وای چې بې پرې او منځګړي وای.

عبدالله: که طالبان د سولې د خبرو لپاره جدي اراده ولري،نو کابل کې د دوی د دفتر د خلاصېدو په وړاندې کوم خنډ نه دی موجود.
عبدالله: که طالبان د سولې د خبرو لپاره جدي اراده ولري،نو کابل کې د دوی د دفتر د خلاصېدو په وړاندې کوم خنډ نه دی موجود.

دی وايي:

"که افغان حکومت د سولې په برخه کې جدي اراده لرلای او په سیمه کې د امنیت ټینګښت ته لېواله وای او غوښتل یې چې ناراضه وروڼه د سولې پروسې ته راشي، نو د سولې شورا واګې یې باید داسې کسانو ته نه وای سپارلی چې کلونه-کلونه په جګړو کې ښکېل وو، د سولې شورا واګې یې باید بې طرفه خلکو ته ورکړې وای."

ښاغلی کاکړ وايي، که افغان حکومت غواړي په هېواد کې سوله راشي او جګړه پای ومومي د سولې په برخه کې دې په‎خپلو تګ‎لارو او پلانونو له سره کتنه وکړي او د شعارونو پرځای دې عملي اقدامات وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG