د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د نورستان والي: د ملا فضل‌الله په مشرۍ "TTP" وسله‌وال افغانستان کې نه‌شته


د نورستان والي د پاکستاني چارواکو هغه ادعا ردوي چې ګنې د ملا فضل‌الله په مشرۍ د "TTP" یا تحریک طالبان پاکستان وسله‎وال په افغانستان کې مېشت دي.

حافظ عبدالقيوم د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۵» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دغې ادعا برعکس پاکستان په افغانستان کې له ترورېستي ډلو ملاتړ کوي او افغانستان په سيمه کې د ترورېزم تر ټولو لوی قرباني دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

دی وايي:

"د پاکستان له لوري داسې ادعا کېږي چې ګنې په نورستان یا په افغانستان کې «TTP» یا تحریک طالبان پاکستان ته ځای ورکول کېږي چې دا کاملاً بې‌اساسه ادعا ده، ځکه له نورستان سره هم سرحد د پاکستان چترال دی، که د پاکستان چترال ناامن وي، نو د دې معنی دا وه چې دلته به رښتیا هم پاکستاني طالبان وي، په مقابل کې د پاکستان له‎خوا نه د ترورېستانو ملاتړ کېږي او دوی د نورستان په ناامنۍ کې لاس لري."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو په کراتو ادعا کړې ده چې د پاکستاني طالبانو د تحريک مشران د افغانستان په کونړ او نورستان ولايتونو کې مېشت دي او له دې ځایونو د پاکستان په بېلابېلو برخو کې حملې کوي.

ترورېزم د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير جانان موسی‌زي هم تر دې وړاندې د پاکستاني چارواکو دا ادعا بې‌اساسه بللې او ویلي و چې ترورېزم د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی او بايد دواړه هېوادونه له لوري ورسره په ګډه مبارزه وشي.

په همدې حال کې د امنیتي چارو کارپوه زلمی وردګ وايي، د پاکستان دا ادعا له ملامتۍ د ځان خلاصولو لپاره یوه پلمه ده او افغان حکومت باید په اسناد او شواهدو دا مسئله نړۍ ته روښانه کړي.

د امنیتي چارو کارپوه زلمی وردګ
د امنیتي چارو کارپوه زلمی وردګ

ښاغلي وردګ زیاته کړه:

"پاکستان دا ادعا په‎دې کوي چې نړۍ ته وښیي کومه ستونزه چې په پاکستان کې ده، دا د افغانستان له امله ده او نړۍ باید خپله څېره بدله کړي، خو د افغانستان حکومت ته په کار دي چې نړۍ او خلکو ته ثابته کړي چې د پاکستان دا ادعا بې‌ځایه ده."

ښاغلي وردګ وویل، د تورونو دا لوبه کومه نتیجه نه‎لري او په وینا یې چې اسلام‎اباد د ملامتۍ د لوبې پر ځای باید هغه افغان طالبان وځپي چې د پاکستان په قلمرو کې دېره دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG