افغانستان
لغمان چارواکي: قرغهيي ولسوالۍ کې د مخالفینو پر ضد عملیات شوي

د لغمان ولایت چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په قرغهيي ولسوالۍ کې د دولت د وسلهوالو مخالفانو پر ضد عملیات شوي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د دغو عملیاتو په اړه وویل:
"تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کشمنډ په دره کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې یو کس مخالف وسلهوال وژلی او د ښایسته ګل په نوم د یو سرګروپ په ګډون یې ۳ نور وسلهوال شدید زخمیان کړي دي."
د دولت وسلهوالو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سراج الدین حقاني پرسر ټاکل شوې جایزه لیرې شوه

متحدو ایالتونو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په شمول د دوی د دریو جګپوړو مشرانو، پر سر ټاکلې جایزې لیرې کړې.
د امریکا این پي آر یا ملي راډیو د خبر له مخې، سراج الدین حقاني، چې منلې یې ده د ۲۰۰۸ کال په جنورۍ کې یې د کابل د سرینا هوټل د برید پلان جوړ کړی و، نور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره جایزو» په ویبپاڼه کې نه ښکاري.
د سرینا هوټل په برید کې د امریکایي تبعه ډېوېډ هېسلا په شمول ۶ تنه وژل شوي وو.
د دې راډیو پر اساس، سره له دې چې د امریکا د عدلیې وزارت په تور لیست کې نور د سراج الدین حقاني نوم نه شته خو تر نن (یکشنبې) پورې لا هم د نوموړي نوم د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې، FBI په ویبپاڼه کې شته.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع پرون (شنبې) وویل چې د امریکا حکومت د سراج الدین حقاني، عبدالعزیز حقاني، او یحیی حقاني پر سر ټاکل شوې جایزې لغوه کړي دي.
امریکا د سراج الدین حقاني پر سر ۱۰ میلیون ډالره جایزه ایښې وه.
په کابل کې د متقاعدینو اعتراض

د شنبې په ورځ (د حمل ۲مه) لسګونه متقاعدین د اعتراض په توګه په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو غوښتنه یې کوله.
د افغانستان د متقاعدینو د اتحادیې مشر افندي سنګر ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د مالیې وزارت په دې وروستیو کې د متقاعدینو د معاشونو لپاره یو مهالویش چمتو کړی چې له مخې به یې د ځینو متقاعدینو معاشونه په اوږد مهاله ډول ورکړل شي.
ښاغلي سنګر زیاته کړه چې"دوی د دې لپاره تقسیم اوقات چمتو کړي، او هر وزارت ته هره میاشت وخت ورکول شوي. موږ انتظار کوو، لکه څنګه چې مونږ نظامي وګړي یو، زموږ نوبت به د ۱۴۰۴ کال د حوت په میاشت کې راشي. نور وزارتونه هم ورته وختونه لري او دوی به مهال ویش سره سم فعالیت وکړي. دا هغه څه دي چې طالبانو مونږ ته وویل. ایا دا به ترسره شي یا نه، دا بل ګام دی، مګر د هغو کسانو لپاره چې د اسلامي امارت په جریان کې تقاعد شوي دي د هغو نه ځينو کسانو ته ویشل شوی دی."
د هغه په وينا، د تقاعد شويو کسانو ټول شمېر شاوخوا ۱۵۰ زره کسان دي ، چې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غواړي چې له شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې پرون ناوخته په خپله اېکسپاڼه کې تازه راپور خپور کړي او لیکلي یې دی چې افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره طالبانو نجونې له شپږم پورته ښوونځیو منع کړې دي.
راپور کې راغلي چې طالبان باید ټولو نجونو ته اجازه ورکړي، چې ښوونځیو ته لاړ ې شې او له دوی سره له توپیري چلند لاس واخلي.
یاد سازمان په راپور کې زیاده کړي چې له شپږمه پورته د نجونو ښوونځي بندول د توجیه وړ نه ده او دا له بنسټیزو بشري حقونو سرغړونه ده.او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په دې برخه کې پیاوړي ګامونه پورته کړي او د طالبانو لپاره د حساب ورکونې یو پیاوړي میکانیزم رامینځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو پر زده کړو بندیز دې فورا لغوه کړي.
د دې ادارې اجرایوي مدیرې کترین روسل نن شنبې په یو بیان کې وویل، " که چیرته دا بندیز دوام ومومي تر را رارون۲۰۳۰ کاله پورې به ۴میلیونه نجونې د زده کړې له حقه محرومې شي".
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې د نجونو پر مخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.
د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله له ایران سره مخامخ کېږي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ کال د آسیایي هیوادونود اتلولۍ سیالیو په لړکې نن خپله دوهمه لوبه د ایران په وړاندې ترسره کړي. دا لوبه به د کابل په وخت د مازدیګرپه ۴ بجو پیل شي.
افغانستان په دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د تیرې جمعې په ورځ متحده عربي اماراتو ته یو د اوو په مقابل کې وبایلله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې افغان ملي لوبډله به دریمه لوبه د سې شنبې په ورځ د مارچ په ۲۵ له اندونیزیا سره وکړي. د ټایلنډ په کوربه توب د دې جام سیالۍ د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان سفارت به ډېر ژر په ناروې کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به په ناروې کې د افغانستان سفارت بیا په کار پیل وکړي.
د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن شنبې په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې په دې اړه یوه خبرتیا خپره کړې چې پکې په ناروې کې مېشتو افغانانو او نورو مراجعینو ته خبر ورکړل شوی چې په پلازمېنه اوسلو کې به د افغانستان سفارت قونسلۍ خدمتونه د ۱۴۰۴ کال د حمل له څلورمې نیټې بیا پیل کړي.
په دې اړه نور جزیات نهدي ورکړل شوي، خو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ خدمتونو بیا پیل یو مثبت ګام بللی دی.
د راپورونو له مخې، په اوسلو کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په دولسمه د ناروې د حکومت په غوښتنه وروسته له هغې خپل فعالیتونه ودرول، چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې نور به په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو، چې چارې یې د پخواني حکومت چارواکي سمبالوي، له لوري صادر شوي اسناد ونهمني.
خپله د ناروي دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تورخم دروازه د عامو ویزه لرونکو مسافرو او عاجلو ناروغانو پر مخ پرانستل شوه

د تورخم دروازه د عامو ویزه لرونکو مسافرو او عاجلو ناروغانو پر مخ پرانستل شوه.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې په ځايي وخت اته نیمې بجې ویزه لرونکو مسافرو ته له امنیتي سکریننګ وروسته د کرښې بلې غاړې ته د اوښتو اجازه ورکړل شوه.
دغې سرچینې وویل چې که څه هم د مسافرو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده خو تګ راتګ په عادي ډول دوام لري.
ټاکل شوې چې دا داروازه پرون جمعه د مارچ په ۲۱ مه د عامو ویزه لرونکو مسافرو پر مخ پرانستل شي خو پاکستاني اړخ ته د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ترننه پورې وخڼدېده.
دا دروازه د تېرې فبرورۍ په ۲۱ مه د پاکستان سرحدي ځواکونو له لوري ظاهرا کرښې ته نږدې د طالبانو له لوري د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو په غبرګون کې وتړل شوه، چې له امله یې دواړو غاړو ته په زرګونه مسافر او په سوداګریزو توکو بار موټر بند پاتې شوي و.
د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د اوښتو او راوښتو مهمه دروازه بلل کیږي. دغه راز د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لار بلل کیږي.
یونیسف: که طالبانو د زده کړو بندیز لرې نه کړې تر۲۰۳۰ کاله به څلور میلیونه نجونې نالوستې وي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو پر زده کړو بندیز دې فورا لغوه کړي.
د دې ادارې اجرایوي مدیرې کترین روسل نن شنبې په یو بیان کې وویل، " که چیرته دا بندیز دوام ومومي تر را رارون۲۰۳۰ کاله پورې به ۴میلیونه نجونې د زده کړې له حقه محرومې شي".
د میرمن روسل په ټکو، دا بندیز د میلیونو نجونو ژوند په خطر کې اچوي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته تباه کېدونکې پایلې لرلی شي.
دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې تعلیمی کال پیل او طالبانو یو ځل له شپږ ټولګیو پورته نجونې درسونه ته ور ونه غوښتې.
د نجونو پر زده کړو دا بندیز له ۲۰۲۱ کال راهیسې دوام لري.
د خوړو نړیوال پروګرام: په هرو دریو افغانانو کې یو یې له لوږې سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي چې لاهم د افغانستان د ټولو وګړو له دریو یوه برخه خلک له لوږې سره مخامخ دي.
د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون (د وري لومړۍ نېټه) د نوي ۱۴۰۴ ه. ل کال د پیل او نوروز په مناسبت په یوه پیغام کې د سمنک د جوړولو د څرنګوالي په اړه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي داسې مهال چې ډېر افغانان د سمنک په پخولو سره نوروز لمانځي د افغانستان له دریو یوه برخه وګړي له لوږې څخه کړېږي. د WFP پیغام زیاتوي چې اوس مهال له اړو کورنیو سره د دې سازمان مرستې دوام لري.
له دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د بودیجې پر کمښت اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې په روان میلادي کال کې نژدې ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو له بنده خوشي امریکايي وګړی جورج ګلزمن امریکا ته ورسېد

امریکایی وګړی جورج ګلزمن چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو له بنده خوشې شو پرون متحدوایالتونو ته ورسېد.
ځینو امریکايي رسنیو بېګا هغه ویډیوګانې خپرې کړې چې نوموړی متحدوایالاتو ته د رسېدو، له الوتکې د کښته کېدو او د خپلې کورنۍ له غړو سره د روغبړ په حال کې ښيي.
ګلزمن په دې ویډیوګانو کې د خبرو پرمهال وايي چې فکر کوي له سره زېږېدلی او له دې چې خوشې شوی دی، د ډېری خوښي احساس لري.
نوموړی کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له سفر او د طالبانو له چارواکو سره د دې پلاوي د غړو له لیدنې وروسته خوشې شو.
په دې پلاوي کې د اسیرانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی اډام بویلر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد شامل وو.
یاد پلاوي د پنجشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې وکتل.
د هلمند په مرکز لشکرګاه کې په یوه چاودنه کې ۱۷ کسان ټپیان شوي دي

د هلمند په مرکز لشکرګاه کې په یوه چاودنه کې ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د ایمرجنسي روغتون په یوه بیان کې ویلي دي چې دا چاودنه پرون(د وري لومړۍ نېټه) د ګرشک ښار په یوه بازار کې وشوه.
د ایمرجنسي په بیان کې راغلي دي چې ۱۷ ټپیان د لشکرګاه ایمرجنسي روغتون ته رسول شوي چې د پنځو تنو یې وضعیت نازک دی.
د ایمرجنسي روغتون د افغانستان د څانګې مشر دېژان پانیک ویلي چې وضعیت جدي دی او روغتیايي ټیمونه د ټپیانو درملنه کوي.
د دې چاودنې علت او څرنګوالی نه دی معلوم. د طالبانو حکومت تراوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
تراوسه هېڅ یوې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې.