د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

امریکا: که حافظ سعید بندي نه‌شي د واشنګټن او اسلام‌اباد اړیکې به ډېرې زیانمنې شي


د امریکا متحده ایالاتو پرون شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۴» ​پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د جماعت‌الدعوه ټولنې بنسټ اېښودونکی حافظ سعید چې د نړیوالو ترورېستانو په لېست کې دي، بېرته ونه‌نیول او زنداني نه‌شي، د واشنګټن او اسلام‌اباد اړیکو ته به ډېر زیان ورسوي.

حافظ سعید د جمعې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۳» د پاکستان د یوې محکمې د حکم پر اساس په خپل کور کې له نظر بنده خوشې شو.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز پرون شنبه​ وویل، واشنګټن د حافظ سعید ازادي په شدت غندي.

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا هاکبي سندرز
د سپینې ماڼۍ ویانده سارا هاکبي سندرز

سندرز وویل:

"د حافظ سعید خوشې کېدل، له نړیوال ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان د تعهد په اړه خواشینوونکی پیغام ورکوي. دا کار د پاکستان ادعا چې وايي، په خپله خاوره کې به ترورېستانو ته پناه نه‌ورکوي، ردوي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې په دې اړه په پیغام کې چې پرون خپور شو، زیاته کړې:

"که پاکستان اقدام ونه‌کړي او له قانون سره سم حافظ سعید بېرته ونه‌نیول شي او د هغو جنایتونو له امله چې ترسره کړي يې دي مجازات نه‌شي، دوه اړخیزو اړیکو او په نړۍ کې د پاکستان د موقف لپاره به عواقب ولري."

حافظ سعید د جماعت‌الدعوه سازمان بنسټ اېښودونکی دی.

خو د امریکا حکومت وايي، جماعت‌الدعوه په پاکستان کې د لشکر طیبه افراطي ډلې ته چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې يې د هند په ممبی ښار کې ترورېستي حمله پلان کړې، د نقاب ورکولو لپاره جوړه شوې ټولنه ده.

د هند به ممبی ښار کې هغه مهال لږ تر لږه ۱۰ وسله‌والو پر خلکو ډزې او خونړۍ انتحاري چاودنې یې وکړې.

د هند او امریکا حکومتونو پر حافظ سعید تور پورې کړ چې له حمله کوونکو سره‌یې همکاري کړې وه.

حافظ سعید د جماعت‌الدعوه سازمان بنسټ اېښودونکی دی.

البته، نوې ډهلي پر اسلام‌اباد هم تور پورې کړ چې له حافظ سعید سره په ګډه‌یې د هغو حملو پلان جوړ کړی و.

د هند حکومت د حافظ سعید د خوشې کېدو له امله غصه څرګنده کړه او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په پاکستان کې داسې یو څوک چې د نړیوالو ترورېستانو په لېست کې شامل شوی، ازاد ګرځي چې د منلو وړ نه‌دی.

خو د پاکستان حکومت او جماعت‌الدعوه ټولنې د هند او امریکا تورونه رد کړي دي.

حافظ سعید د امریکا د عدليې وزارت د ترورېستانو په ډله کې حساب کړی او د هغه پر سر یې ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره جایزه ایښې ده.

حافظ سعید د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د ترورېزم ضد قانون پر اساس، په لاهور کې د هغه په خپل کور کې نظر بند شو.

د لاهور یوې محکمې د جمعې په ورځ د ایالتي حکومت غوښتنه چې پر حافظ سعید د نظربندي حکم ۹۰ ورځې نور هم تمدید کړي، رد کړه او هغه خوشې شو.

XS
SM
MD
LG