د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

"د حافظ سعید پر سر به د پاکستان او امریکا اړیکې نورهم پیچلې شي"


ډيلي ټيلګراف:

ډيلي ټيلګراف ورځپاڼه د امريکا او پاکستان د اړيکو په اړه په خپلې خپرې کړې تازه مقاله کې ليکي، امريکا د پاکستان د پوځي ډلې لشکر طيبه د مشر پر سر لس مليونه ډالر جايزه ايښې ده، چې له دې سره به د دواړو هېوادو اړيکي په دې حساس وخت کې نورې هم پيچلې شي.

ډيلې ټيلګراف د يوې هندي ورځپاڼې په حواله ليکي، چې د لشکر طيبه د ډلې د مشر پر سر جايزه لومړي ځل د دوشنبې په ورځ هند ته د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيالې وزيرې وينډي شرمن د سفر پر مهال اعلان شوه.

د ورځپاڼې په وينا يو لور ته امريکا د لشکر طيبه د ډلې پر مشر انعام ټاکلي بل لور ته هيله لري، چې د پاکستان پارلمان چې له واشنګټن سره د اسلام اباد د اړيکو څيړنه کوي اجازه ورکړي چې پاکستان په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو لپاره لاره پرانيزي.

د ډيلي ټيلګراف په باور امريکا د دوه زره څوارلسم کال تر پايه پوځيان له افغانستانه باسي نو د پاکستان لارې ته له دې امله هم ډيره اړتيا لري.

حافظ سعيد په اتيايمې ميلادي لسيزې کې لشکر طيبه ډله تاسيس کړه او دي تورن دي چې په دوه زره اتم ميلادي کال کې د ده ډلې د هند په ممبي کې بريدونه وکړل چې يو سل او شپږ شپيته تنه پکې ووژل شول.

د ډيلي ټيلګراف ورځپاڼې په وينا حفظ سعيد لشکر طيبه ډله د پاکستان د حکومت په ملاتړ جوړه کړه، څو په کشمير کې هند دې ډلې په مټ وځپي خو پاکستان په دوه زره دوهم ميلادي کال کې د امريکا د فشار له امله اړ شو، چې د دې ډلې د فعاليت مخه په پاکستان کې ونيسي اما ورځپاڼه ليکي چې پاکستان د لشکر طيبه د هڅو د مخنوي لپاره لږ څه کړي دي او په دې مودې کې حافظ سعیدپه ښکاره غونډو کې ويناوې ورکړې دي او په تلويزيونونو کې يې په بحثونو کې برخه اخيستې ده.

د حافظ پر سر همدومره پيسې امريکا ايښې دي لکه د ملا محمد عمر پر سر چې يې ايښې دي او د القاعده شبکې له اوسني مشر ايمن الظواهري پرته چې پنځه ويشت ميلونه ډالر د هغه پر سر ايښودل شوې دي دا تر ټولو ستر انعام دي.

ټایمز:

ټايمز ورځپاڼې بيا د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د ميرمنو په اړه ليکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په باور کله چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان يوې محکمې د اسامه د ځوانې ميرمنې په اړه پريکړه وکړه چې له پاکستانه به وايستل شي، په پاکستان کې د اسامه د نورو کورونو په باره کې معلومات خپاره شول.

د اسامه دغې ديرش کلنې ميرمن امل احمد عبدالفتاح وويل چې اسامه په تيرو نهو کلونو کې پنځو مختلفو کورونو ته کډه کړې وه او څلور ماشومان يې زيږولي و چې دوه يې په دولتي روغتونونو کې پيدا شوې دي.

د دې معلوماتو له مخې دوه کاله مخکې تر دې چې اسامه ايبټ اباد ته ولاړ شي په هريپور کې په يوه کرايه کور کې اوسيده.

د اسامه کشرۍ ميرمن د يمن ده او د دوو اونيو په ترڅ کې به يمن ته واستول شي خو د اسامه د دو مشرانو ميرمنو برخليک لا څرګند نه دي ځکه چې دغه دوې د عربستان دي او سعودي عربستان تر اوسه دا نه ده منلې چې هغوي ته د ورتګ اجازه ورکړي.
XS
SM
MD
LG