د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د پاکستان کورنیو چارو وزارت: "MML" ته دې انتخاباتو کې اجازه نه ورکول کېږي


رویټرز خبري آژانس راپور ورکوي چې د سېپټمبر په ۲۲مه نېټه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون ته په یوه مکتوب کې سپارښتنه کړې چې د یوه سیاسي ګوند په توګه د ملي مسلم لیګ ګوند یا MML د ثبت غوښتنه رد کړي.

ویل کېږي ملي مسلم لیګ ګوند چې نوی جوړ شوی، له لشکر طیبه افراطي ډلې سره اړیکې لري.

لشکرطیبه هغه ډله ده چې په ممبي ښار کې د ۲۰۰۸ کال د حملې په ګډون په افغانستان او هند کې د ګڼ شمېر حملو مسؤله ګڼل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت په خپل دوه مخیز مکتوب کې ویلي دي چې دا وزارت د دې ګوند د نوم ثبتولو ملاتړ نه‎کوي.

د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون او د کورنیو چارو وزارت ویندویانو د دې مکتوب استول کېدل منلي او تائید کړي یې دي.

متحدایالات د لشکرطیبه مشر حافظ سعید چې اوس مهال د جماعت الدعوه اسلامیه په نوم خيریه ټولنه لري یو تروریست بولي، د ممبي د خونړۍ حملې اصلي طراح یې ګڼي او هغه چا ته چې د نوموړي په نیولو کې مرسته وکړي د لس میلیون ډالرو جایزې ژمنه یې کړې.

امریکا حافظ سعید چې اوس مهال د جماعت الدعوه اسلامیه په نوم خيریه ټولنه لري یو تروریست بولي
امریکا حافظ سعید چې اوس مهال د جماعت الدعوه اسلامیه په نوم خيریه ټولنه لري یو تروریست بولي

سعید اوس مهال په پاکستان کې په خپل کور کې نظربند دی او په داسې حال کې چې واشنګټن د نوموړي پر عدلي او قضايي تعقیب ټینګار کوي د اسلام آباد زړه نازړه دریځ په تیره یوه لسیزه کې له پاکستان سره د هند او امریکا د اړیکو د ترینګلتیا یو علت دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپل مکتوب کې د انتخاباتو کمېسیون ته لیکلي چې ملي مسلم لیګ او لشکر طیبه او ورسره تړلې خیریه ټولنې جماعت دعوه او فلاح الانسانیت بنسټ له یوې ایډیالوژیکې سرچینې څخه خړوبېږي.

د ملي مسلم لیګ یوه ویاند له هرې ممنوع ډلې سره د ملي مسلم لیګ ګوند اړیکې رد کړل.

تابش قیوم رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت مکتوب غیرقانوني دی.

قیوم زیاته کړه، د دوی ګوند کوم بس یا ټرک نه دی چې ثبتولو ته اړ وي.

آژانس د ځینو سیاسي څارونکو او د پوځ د یوه پخواني جنرال له قوله لیکي چې وايي، د پاکستان په سیاسي ډګر کې ملي مسلم لیګ ته ځای ورکول د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې آی اس آی د هغه پلان یوه برخه ده چې د دوی په وینا هدف یې سیاسي ډګر ته د پاکستاني طالبانو د مخالفو ډلو رابلل او له دې لارې له تشدده د هغو اړول دي.

دې څارونکو رویټرز ته ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا مکتوب د آی اس آی له دریځ سره په تضاد کې دی.

XS
SM
MD
LG