د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۳

مصر: د وژل شويو کسانو شمېر له ٣٠٠ واوښت


د مصر پوځ وايي چې جنګي الوتکو پر ګڼو هغو موټرو حمله کړې چې له هغو په استفاده، پر يوه جومات حمله شوې وه.

د پوځ په باور، له دغو موټرو په استفاده پرون جمعه د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۳ مه د داعش ډلې مشکوکو افراطي وسله والو د سينا ټاپووزمې د مرکز العريش په٤٠ کيلومترۍ کې پر جومات حمله کړې وه.

د مصر چارواکي وايي، په هغه حمله کې چې وسله والو په کې له منفجره موادو او وسلو په استفاده د جمعې د لمانځه پر مهال پر جومات کړې وه، ٣٠٥ کسان وژل شوي او ١٢٨ تنه نور ټپيان شوي دي.

دا د مصر په معاصر تاريخ کې د سخت دريځو وسله والو له خوا تر ټولو خونړۍ حمله ګڼل شوې ده.

که څه هم د هغې حملې مسؤليت چا نه دى منلى، خو د مصر چارواکي شک لري چې ښايي په داعش پورې تړلو وسله والو به کړې وي.

د مصر حکومت په سينا ټاپووزمه کې په داعش پورې د تړلو وسله والو په وړاندې مبارزه کوي.

په سيمه کې د افراطيت په وړاندې مبارزه په ٢٠١٣میلادي کال کې د پوځ له خوا له واک څخه د اخوان المسلمين ګوند له پرځول کېدو وروسته، شديده شوې ده.

تر پرونۍ حملې وروسته د مصر حکومت په دغه هېواد کې درې ورځنى ملي ماتم اعلان کړ.

تر پېښې وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي عاجله امنيتي غونډه راوبلله او ژمنه يې وکړه چې د ترورېستانو پرضد به د شديد اقدام په واسطه، دغه ترورېستي عمل ته ځواب وويل شي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي

د مصر ولسمشر پرون په ټلويزيوني وينا کې وويل:

"هغه څه چې په سینا کې روان دي، د ترورېزم پر وړاندې زموږ د مبارزې د مخنیوي په هدف دي، د ترورېزم پر ضد مصر یوازې جګړه کوي، مصر دا مبارزه د سیمې او ټولې نړۍ له طرفه کوي، دې ته په پام، څه چې کېږي، هغه ټول د ترورېزم پر وړاندې زموږ د مبارزې د درولو په خاطر کېږي، دا د ترورېستانو د جنايي او وحشتناکې دسیسې د مخینوي لپاره، زموږ د هوډ د ماتولو او حرکت د درولو په خاطر کېږي."

اسوشېټېډ پرېس د درېيو پوليس افسرانو په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، حمله کوونکي په څلورو وسايطو کې راغلي وو، اول يې له جوماته بهر منفجره مواد وچوول، وروسته جومات ته داخل شول او هلته يې پر لمونځ کوونکو ډزې پيل کړې.

د جومات ملا امام ويلي، د حملې په وخت کې تر ۱۰ ډېر حمله کوونکي په جومات کې دننه وو.

د امريکا ولسمشر، افغان حکومت، د ملګرو ملتونو سرمنشي، نورو هېوادونو او سازمانونو هم دغه حمله غندلې ده.

XS
SM
MD
LG