د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

دفاع وزارت: روان کال د طالبانو تحرکات ۱۳سلنه زیات، خو بریالي نه و


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د تېر کال په پرتله د روان کال په پسرلي او اوړي کې د دښمن خوځښتونه ۱۳ فیصده زیات و.

دفاع وزارت وايي، روان کال دښمن پلان درلود چې یو شمېر ولایتونو او ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي او له پاکستان نه خپل مرکزونه دغه هېواد ته را انتقال کړي چې بریالي نه شول.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۷» ازدي راډیو ته وویل، له همدې امله وسله والو مخالفینو په ځانګړې توګه طالبانو د روان کال په پسرلي او اوړي کې خپل تحرکات زیات کړي و.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"د روان کال په پسرلي او اوړي کې د دښمن تحرکات زیات و، زه ویلای شم چې د تېر کال په پرتله روان کال د دښمن تحرکات ۱۳ فیصده زیات و، همداشان د تېر کال په پرتله د دښمن تلفات هم ۱۱ فیصده زیات و."

نوموړی وايي، افغان ځواکونه توانېدلي چې د دښمن پلانونه پر خپل وخت شنډ او دوی ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره "اوچا" وايي، په افغانستان کې جنګ جګړو زور اخیستی دی.

د دغې ادارې په تازه راپور کې ویل شوي چې د جګړو له امله دا هېواد له جګړې نه د وتلو هېوادونو له ډلې یو ځل بیا په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو په ډله کې شامل شوی دی.

په راپور کې دغه شان راغلي چې د جولای له میاشتې نه د سپټمبر تر میاشتې په افغانستان کې په منځني ډول هره ورځ تر اتیاو نښتې او جنګ جګړې پېښې شوې چې په تېرو شپږ کلونو کې بې سارې دي.

د راپورنو له مخې یوازې په اکټوبر میاشت کې په افغانستان کې ۱۶۹ وسله والې حملې او چاودنې شوې چې له امله یې شااو خوا۲۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دفاع وزارت که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا"

راپور نه تائید او نه هم ردوي، خو د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون دغه راپور رښتینی بولي.

د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډيو ته وویل:

"زما په نظر په راپور کې شک نشته، دغه راپور ته که ځیر شو ناامنیو زور اخیستی، راپور د اورېدو وړ دی، افغان دولت په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونه او کشفي ارګانونه باید پر دې راپور غور وکړي او وروسته لاس په کار شي چې روانو ناامنیو ته د حل لاره پیدا کړي."

د پوځي چارو یوشمېر کارپوهان د "اوچا" راپور ته په کتو افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې پر خپل وخت د پېښو د مخنیوي په هدف خپل کشفي او استخباراتي ارګانونه پياوړي کړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا باید افغان ځواکونه ښه تجهیز او سمبال کړي او هم د پېښو د مخنیوي په برخه کې ورسره استخباراتي معلومات شریک کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG