د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د ایران پارلمان او شورای نګهبان د مخدره موادو له ځینو جرمونو نه اعدام لیرې کړ


ایران د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي قانون تعدیل کړ.

دغه تعدیل د مخدره موادو د جرمونو د ځینو مواردو څخه د اعدام د سزا د لیرې کولو لپاره شوی دی.

ایران د مخدره موادو د کاروبار د مخنیوي په ارتباط د نړۍ تر ټولو سخت ځیني قوانین لري.

د سختو مخدره موادو لکه د هیروئینو او کوکائینو قاچاقچیان او هغه کسان چې د دغو موادو لږ تر لږه ۳۰ ګرامه ورسره وي په ایران کې په اعدام محکومېدل.

ایران تېر کال ۵۶۷ کسان او په ۲۰۱۵ کال کې تقریباً زر کسه اعدام کړي دي.

خو په یو لوی بدلون کې د ایران پارلمان او شورای نګهبان د مخدره موادو د ځینو جرمونو څخه د مرګ سزا لیرې کړه.

د مخدره مواد د مخنیوي په قانون کې د نویو تعدیلاتو پر اساس چې د سې شنبې ورځې راهیسې پلي کېږي د هغو کسانو لپاره د اعدام سزا محفوظه ساتل کېږي چې د ۲ کېلو ګرامو درنو مخدره موادو او یا د ۵۰ کېلو ګرامو چرسو یا تریاکو به قضیه کې نیول شوي وي.

خو هغه کسان چې څو ځلې د مخدره موادو د قاچاق په قضیو کې یا په دغه ارتباط د مرګ ژوبلې په مورد کې نیول شوي وي بیا هم اعدامېږي.

تمه ده چې دغه تعدیل په ایران کې د اعدام سزا محدوده کړي.

ایران د نړۍ د هغو هېوادونو څخه یو دی چې د اعدام کچه په‌کې لوړه ده.

ایران د مخدره موادو د ځینو جرمونو څخه د مرګ سزا لیرې کړه.
ایران د مخدره موادو د ځینو جرمونو څخه د مرګ سزا لیرې کړه.

له تهرانه څو ځلې غوښتل شوي چې د مخدره موادو د جرمونو په ارتباط د اعدام سزا کمه کړي.

د بشري حقونو د څارنې د سازمان یوه غړې تارا سپهري فر وايي، ځیني ایراني چارواکي اوس دې ته رسېدلي دي چې اعدام د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي اغېزمنه لاره نه‎ده.

هغه چې د اعدام مخالفه ده وايي، د ایران یو شمېر چارواکو هم په کورنیو باندې د اعدام د ناوړه اغېزو په هکله خبرې کړې دي.

د ایران د پارلمان د قضايي کمېټې یو غړي حسن نوروزي تېر کال په نومبر میاشت کې ویلي و چې د مخدره موادو د قاچاق د جرایمو په ارتباط پنځه زره کسان د مرګ په سزا محکوم شوي دي.

یوه میاشت وروسته د ایران د پارلمان د ۲۹۰ غړو څخه ۱۵۰ کسانو د وړو قاچاق‌چیانو د مرګ د سزا د لیرې کولو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو پالونکې ډلې وايي، د اعدام د سزا د محدودولو لپاره ایران تر سخت نړیوال فشار لاندې نیول شوی دی.

د بشري حقونو ډلې وايي، ایران تېر کال ۵۶۷ کسان او په ۲۰۱۵ کال کې تقریباً زر کسه اعدام کړي دي.

ایراني چارواکو ویلي دي چې ۷۰ په ۱۰۰ کې اعدامونه د مخدره موادو د قاچاق د جرایمو په ارتباط دي.

زرګونه افغانان هم په ایران کې د مخدره موادو د قاچاق په جرمونو کې بندي او اعدام شوي دي.

XS
SM
MD
LG