د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

دانشیار: د سیمې هېوادونه د افغانستان د نشه يي توکو په ترانزیتي لارو بدل شوي


په داسې حال کې چې د هېواد په سویل او ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت فصل پیل شوی او د دې ولایتونو د ناامنو سیمو خلک سر له اوسه د کوکنارو کښت ته چمتوالی نیسي، له مخدره موادو پر ضد مبارزې وزارت وايي چې افغان حکومت هڅې پيل کړي څو د کوکنارو د کښت مخه ونیسي.

د دې وزارت ویاند حنیف دانشیار د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغان حکومت د لومړنیو څېړنو له مخې په روان کال کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې او په خبره یې د کوکنارو د کښت زیاتېدل کورني او بهرني لاملونه لري.

ښاغلی دانشیار وايي، په کور دننه روانې ناامنۍ او په نړیوالو بازارونو کې د مخدره موادو لوړه تقاضا او همدا راز د ګاونډیو هېوادونو کې ترانزیتي لارې په افغانستان کې د کوکنارو د زیاتېدو لاملونه دي.

دی وايي:

"په افغانستان د کوکنارو د کښت یو ستر لامل، ناامنۍ او تروریستي فعالیتونه دي. د سیمې هېوادونه د افغانستان د مخدره موادو په ترانزیتي لارو بدل شوي دي او مخدره مواد په شبکه ډول د نړیوالو مافیايي ډلو له‎خوا د نړۍ مارکیټونو ته قاچاق کېږي. موږ د مخدره موادو پر ضد په مبارزه کې پر وقايي ډېر تمرکز لرو، هم د اعتیاد او هم د کښت او تولید په مخنوي کې."

ښاغلی دانشیار وايي، دوی تمه لري چې د مخدره موادو پر ضد قانون کې د تعدیلاتو له تصویب او توشیح وروسته په عملي برخه کې ګټوره ثابته شي او د کوکنارو د کښت د مخنوي، تولید او قاچاقو کې به هم مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز په یوه تازه مقاله کې راغلي چې افغانستان د نړۍ ۸۵ سلنه تاریاک تولیدوي او د دغو تاریاکو نیمه برخه هم دننه په افغانستان کې پروسس کېږي.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، دوی غواړي چې د ځینو پلانونو د عملي کولو له لارې بزګر حلال کښت ته وهڅوي او د کوکنارو کښت راکم کړي.

د دې وزارت د بدیل معیشیت د برخې مسؤل صبور شیرزاد وايي:

"یوه برخه بزګرو ته پوهاوی ورکول دي چې کوکنار ونه کري، همدا راز د با ارزښته او ګټورو بوټو پېژندل دي، همدا راز غواړو د مخدره موادو پر ضد مبارزه د کرنې وزارت پروژو کې شامل کړو څو هغه پروژې چې پلي کېږي یو هدف یې له مخدره موادو سره مبارزه اوسي."

د مشرانو جرګې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې کمېسیون رئیس هاشم الکوزی له حکومته غواړي چې د کوکنارو د کښت د نوي فصل له پیله مخکې د مخدره موادو د زیانونو او د کوکنارو د اړولو په برخه کې د حکومت د پلانونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي څو بزګر سر له اوسه د حلال کښت لپاره چمتوالی ونیسي او له بلې خوا د کوکنارو د اړولو او د قاچاقو د مخنوي په برخو کې د حکومت د زیاتو مصارفو مخه ونیول شي.

د مشرانو جرګې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې کمېسیون رئیس هاشم الکوزی
د مشرانو جرګې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې کمېسیون رئیس هاشم الکوزی

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"موږ د ملي وحدت له حکومته غواړو چې له مخکې باید بزګرو ته پوهاوی ورکړي، له ناټو او مرستندویه هېوادونو څخه باید مرسته وغوښتل شي او د دغه بد کښت لپاره یو بدیل پیدا شي او بزګر باید په دې پوه شي چې باید کوکنار ونه کري او دا چې حکومت ورته کوکنارو بدل کښت ورکوي."

ښاغلی الکوزی د مخدرو موادو څخه د طالبانو ستر مالي سرچینو ته په بام وايي چې حکومت باید ناامنې سیمې په کنټرول کې راولي او پر بزګرو د طالبانو د فشارونو مخه ونیسي څو له دې لارې د کوکنارو د کښت په برخه کې کورني عوامل له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG