د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

هرات کې د ۱۷میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۳ ټنه نشه‎يي مواد وسوځول شول


په روان لمریز کال کې دا دوېیم ځل چې د هرات پولیس یوه لویه اندازه نیول شوي نشه‎يي مواد سوځوي.

د هرات پولیسو د چهارشنبې په ورځ​ د ۱۷ میلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت ۲۳ ټنه بېلابېل نشه‎يي مواد وسوځول.

​د دې ولایت امنیه قوماندان محمد ایوب انصاري وايي، دغه نشه‎يي مواد په تېرو لسو میاشتو کې د دې ولایت د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي وو چې په تړاو یې شاوخوا ۳۰۰ کسان هم نیول شوي دي.

ښاغلی انصاري وايي:

"هغه مخدره مواد چې نن یې سوځوو، شاوخوا ۲۳ تنه بېلابېل نشه‎يي مواد او تېزاب دي چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې نیول شوي دي. په دې اړه مو ۳۰۰ کسان هم نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته مو معرفي کړي دي."

د دې موادو شاوخوا ۱۶ ټنه يې کیمیاوي مواد دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت د کشف او استخباراتو رئیس میرزا محمد سیفي وايي چې دغه کیمیاوي مواد د ایران له لارې هرات ته قاچاق شوي چې مافیايي ډلو او قاچاق وړونکو د هیروئینو په جوړولو کې کار ځینې اخېست.

دی وايي:

"کله چې دغه کیمیاوي مواد افغانستان ته داخلېږي، نو یو لېټر يې له ۸۰۰ نه تر زرو ډالرو پورې ارزښت پیدا کوي، له دغو موادو څخه نړیوال او کورنۍ مافیا ګټه اخلي."

خو د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علیزی د مخدره موادو پر سوځولو اعتراض کوي.

ښاغلی علیزی ټینګار کوي چې حکومت باید د نشه‎يي موادو د سوځولو پر ځای د نورو هېوادونو په څېر له دې موادو د درملو په جوړولو کې کار واخلي.

د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علیزی
د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علیزی

دی وايي:

"دا به ښه وي چې له تاریاکو څخه د درملو په جوړولو کې کار واخېستل شي، ځکه په هغو هېوادونو کې چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې دي له تاریاکو څخه درمل جوړېږي، خو له بده‎مرغه دلته دغه مواد سوځول کېږي چې د افغانانو لپاره زیان دی."

په ورته وخت کې د هرات امنیه قوماندان محمد ایوب انصاري ازادي راډیو ته وویل چې د روان لمریز کال له پیله بيا تر اوسه پورې شاوخوا ۳۳ ټنه بېلابېل نشه‎يي مواد او کیمیاوي مواد نیولي دي.

ښاغلی انصاری وايي، دا مواد د ۲۰۰ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي او په دې عملیاتو کې له چاقاق کوونکو څخه ۵۰ زره امریکايي ډالر او لس میلیونه افغانۍ هم تر لاسه شوي دي.

راپور: شاهپور صابر

XS
SM
MD
LG