د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

د نیمروز والي: چابهار بندر د کراچۍ د بندر انحصار مات کړ


د نیمروز چارواکي وايي، د ایران له چابهار بندر سره وصلېدل به، هغه ولایت د سوداګریزو موادو د لېږد رالېږد په عمده مرکز بدل کړي.

افغانستان ته د هند د مرستې ۲۷۶ ټنه غنم پرون شنبه د ایران چابهار بندر له لارې، نیمروز ته ورسېدل.

د نیمروز والي محمد سميع بېګا له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، دا پرمختګ له ۳ اړخونو د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم دي.

محمدسمیع زیاته کړه:

"دنیمروز خلکو يې ځکه د دې پرمختګ هرکلی وکړ چې اولاً افغانستان د کراچۍ او عباس بندر په پرتله، په لنډ واټن کې له اوبو سره وصل شو، دوهم د کراچۍ د بندر انحصار پای ته ورسېد او درېیم دلته به زرګونه کسانو ته کارونه پېدا شي، دا واقعاً د ټول افغانستان د اقتصاد په تاریخ کې یو نوی پیل دی، نیمروز به په یوه وچ بندر بدل شي، دلته به ټول مالونه ذخیره کېږي، موږ به په کم واټن کې له چابهاره مالونه را واردوو او د نورو هېوادونو مالونه به چابهار ته لېږدوو."

د نیمروز والي زیاته کړه چې پر دې بندر د منځنۍ اسیا او اروپا هېوادونو ته د ارزانه تجارات امکانات ډېر دي.

په کابل پوهنتون کې د اقتصاد استاد سیف الدین سیحون وايي، له چابهار بندر سره د تجارتي مالونو لېږد رالېږد به داسې رقابتي وضعیت جوړ کړي چې د افغانستان په ګټه تمامېدلای شي.

سیف الدین سیحون وویل:

"په حقیقت کې د چابهار له بندر سره تړاو پاکستان اړکوي چې په کراچۍ بندر کې سهولتونه برابر کړي، په وروستیو کې پاکستان له هنده وغوښتل چې د ګوادر له بندره له چین سره ارتباط ونیسي او له افغانستان سره د مالونو تبادله پېل کړي، دا به افغانستان ته نوې لارې پرانېزې."

چابهار بندر د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کې، د عمان پر خلیج پروت دی.

ایران په ۱۹۹۲ میلادي کال کې، د تجارت او پانګونې د ودې لپاره چابهار ازاده تجارتي او صنعتي سیمه «Free Trade Zone» اعلان کړه.

چابهار د نیمروز له مرکز زرنجه یوازې ۷۰۰کیلومتره فاصله لري.

د افغانستان، هند او ایران دولتونو د تېرکال د جوزا په میاشت کې، له چابهار بندره د کار اخېستلو درې اړخیزتړون لاسلیک کړ.

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

هغه مهال، د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونو د نړیوالو اړیکو مسؤل اذرخش حافظي د چابهار بندر د اقتصادي او تجارتي اهمیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"چابهار بندر د افغانستان، هند او ایران لپاره اختصاصي بندر دی، دلته د بندر عباس او د کراچۍ بندر په څېر ډېر بیروبار نشته، دلته بېړۍ ژر تخلیه کېږي، هند ژمنه کړې چې هرکال به د حاجي ګک د اوسپنې کان ۱۴ ميلیونه ټنه اوسپنه خپلو صنایعو ته یوسي، هندوستان تل غوښتل چې له منځنۍ اسیا سره تجارت وکړي، خو پاکستان لار نه ورکوله، اوس به د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره تجارت پېل کړي."

د افغانستان او ایران په ګډو سرحدي سیمو کې د مخدره موادو قاچاق، د انسانانو قاچاق او د مشکوکو ترورېستي ډلو فعالیت، هغه عمده ګواښونه دي چې د نیمروز او چابهار ترمنځ د مالونو پر لېږد رالېږد او د سوداګرو پر فعالیت منفي اغېز کولای شي.

خو د نیمروز والي وايي، د ځمکو د غاصبینو، قاچاقبرانواو ترورېستانو پرضد مبارزې ته یې اولویت ورکړی او پرمختګ یې کړی دی.

والي محمد سمیع ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې په وروستي یوه کال کې يې ۳۰ټنه مخدره مواد سوځولي او ګڼ شمېر قاچاق وړونکي یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG