د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۴

ټرمپ: هم د پوتین پر صداقت او هم د "CIA" پر ادعاوو باور لرم


د امریکا ولسمشر وايي، دی هم د روسیې د ولسمشر پر صداقت باور لري او هم د امریکا د استخباراتي ادارو پر هغو ادعاوو چې روسیه د امریکا په انتخاباتو کې په لاسوهنو تورنوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د اسیا پنځو هېوادو ته د سفر په وروستي پړاو کې نن له ویتنام څخه مانیلا ته ورسېد.

ولسمشر ډونالد ټرمپ مخکې له دې چې د فلیپین د پلازمېنې مانیلا پر لور وخوځېږي هڅه وکړه چې د متحدو ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د ادعاوو په مسئله کې یو لوری هم له ځانه خپل نه کړي.

ښاغلي ټرمپ نن په هانوی کې د ویتنام له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې دی هم د امریکا د استخباراتي ادارو پر دې تورونو باور لري چې وايي روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې او هم د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر صداقت چې دا تورونه ردوي:

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

"زه فکر کوم چې ولسمشر پوتین په رښتیا هم دا احساس لري او په کلکه احساس کوي چې ده زموږ په انتخاباتو کې لاسوهنه نه ده کړې، هغه په دې کلک باور لري."

ښاغلي ټرمپ په همدې خبري غونډه کې زیاته کړه:

"زه د خپلو ایجنسیو پر خوا یم، په تېره هغه څه چې د دې ادارو مشرتابه وايي، زه پر خپلو استخباراتي ادارو باور لرم، ما له هغو سره یوځای او خورا زیات کار کړی دی."

CIA او د امریکا نورو استخباراتي ادارو د خپلو څېړنو په پایله کې ویلي چې روسیې د متحدایالاتو د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له ولسمشر ټرمپ سره مرسته کړې چې د ډیموکراټ ګوند کاندیده هېلرې کلېنټن ماته کړي.

یوې ځانګړې کمېټې چې د ټرمپ د کمپاین د غړو او مسکو ترمنځ د احتمالي اړیکو په اړه تحقیقات کوي تراوسه د ټرمپ د کمپاین پخوانی مشر او یو بل همکار په هغو جرمونو تورن کړي دي چې له انتخاباتي کمپاین سره اړوند نه دي.

همداراز په کانګرس کې هم څو کمېټې په دې اړه څېړنې کوي.

ولسمشر ټرمپ د اسیا پنځو هېوادونو ته د خپل ۱۳ ورځني سفر په وروستي ګام کې نن او پرون په پرله پسې ډول د متحدوایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د ادعاوو په اړه خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG