د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

ټايم: ټرمپ تر اوسه په افغانستان کې له خپل وتلي قوماندان سره نه دی غږېدلی


ټايم:

له امريکا خپرېدونکې مجلې ټايم په خپله تازه ګڼه کې تر دې عنوان لاندې ليکنه خپره کړې چې "ولسمشر ټرمپ تر اوسه په افغانستان کې له خپل وتلي قوماندان سره خبرې نه دي کړي.”

د ليکنې په پيل کې ويل شوي چې د امريکا د متحدوايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن سره په داسې حال کې خبرې نه دي کړي چې په اګست مياشت کې يې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره خپله نوې پوځي ستراتيژي اعلان کړه او د دې ستراتيژۍ له مخې به افغانستان ته اضافي سرتېري لېږل کېږي.

ټايم په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن خبرې را اخېستي چې د چهارشنبې په ورځ يې په بروکسل کې خبريالانو ته ويلي چې "تر اوسه مې له ولسمشر سره خبرې نه دي کړي.”

د مجلې په ليکنه کې لولو، د ولسمشر چې اعلى سرقوماندان هم دى او په افغانستان کې د دېره بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان ترمنځ د ارتباطاتو نشتوالى غيرمعمول خبره ده.

امريکايي جنرال جان نيکلسن ويلي، له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره يې د لسو مياشتو په موده کې، دوه وارې خبرې کړې وې.

دغه جنرال دا څرګندونې د هغو پوښتنو په ځواب کې وکړې چې ايا فکر کوي ټرمپ د قوماندان په توګه پر ده ډاډ لري؟

د دوبي پر مهال داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د پرمختګ د نشتوالي له کبله، د جنرال جان نيکلسن پر لېرې کولو غور کوي.

خو ښاغلي نيکولسن ويلي وو، فکر کوي چې له مخامخ خبرو او ټيليفوني مکالمې پرته هم ټرمپ ورباندې باور لري.

د ټايم مجلې په حواله، دا مهال په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ١٤زرو او د ناټو د پوځيانو شمېر ٦٥٠٠ ته رسېږي.

ډجيټل ژورنال:

کاناډايۍ خپرونې ډجيټل ژورنال په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز «ACJC» په باب ليکنه خپره کړې چې چارواکي يې د خونديتوب غوښتنه لري.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د دې عدلي او قضايي مرکز پر چارواکو يو لړ وژونکو بريدونو څرګنده کړه چې د اداري فساد د لويو قضيو په وړاندې د مبارزې مسؤلين څومره په خطر کې دي.

د ليکنې په حواله، له کله چې دغه مرکز په کابل کې د عالي رتبه چارواکو د قضيو د څېړنې علني غونډې پيل کړي، د يوه کال په موده کېيې درې پوليس چې د تحقيق په چارو کې يې برخه درلوده، وژل شوي دي.

په ليکنه کې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د چارواکو خبرې را اخېستل شوي چې د فرانسې خبري اژانس ته يې ويلي، بل تحقيق کوونکى يې څو ورځې مخکې په ډزو ټپي شو او پر بل عالي رتبه مقام يې د هغه تر کور دباندې حمله وشوه.

ډجيټل ژورنال ليکي، د دغو حملو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو انتقاد کوونکي وايي، هغو کسانو ته کافي امن نه دى برابر شوى چې د اداري فساد قضيې څېړي.

په افغانستان کې دغه عدلي او قضايي مرکز د ٢٠١٦میلادي کال په جون مياشت کې تاسيس شو چې تر يوه کال زياته موده کېږي، خو د خپرونې په باور، په دې لړ کې د دغه مرکز د چارواکو د خونديتوب هڅې نيمګړتياوې لري.

XS
SM
MD
LG