د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

ټرمپ: جاپان د شمالي کوریا د خطرناک رژیم له خطر سره مخامخ دی


ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې د متحده ایالاتو نږدې متحد جاپان د شمالي کوریا د خطرناک رژیم له خطر سره مخامخ دی.

ډونالد ټرمپ نن د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د څرګندونو پر مهال د شمالي کوریا د توغندیو پروګرام د نړیوالو لپاره ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې د پیونګ یانګ په وړاندې د ستراتېژیکې چوپتیا وخت تېر شوی دی.

ښاغلي ټرمپ د جاپان له صدراعظم شینزو آبې سره په ګډه خبري غونډه کې د شمالي کوریا اټمي پروګرام د نړۍ د مدنیت، سولې او ثبات لپاره یو ستر ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې متحده ایالات او جاپان به د شمالي کوریا د رژیم د خطرناک یرغل د ختمولو لپاره ګډ کار وکړي.

شمالي کوریا د خپلو توغندیو د ازموینې په لړ کې په دې وروستیو کې د جاپان د فضايي قلمرو پر لور دوه میزائیلونه وتوغول.

ښاغلي ټرمپ د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض هوايي ډګر ته نږدې د هغه توغندي شنډولو ته چې سعودي چارواکي وايي، ایران پلویو حوثي یاغیانو ویشتلی و، اشاره وکړه او ویې‌ویل:

"جاپان به له امریکا څخه د زیات شمېر پوځي تجهیزاتو له پېرودلو وروسته د شمالي کوریا توغندي په هوا کې او په ډېرې اسانۍ سره له‌منځه یوسي. لکه څرنګه چې تاسو ولیدل موږ تېره ورځ د سعودي عربستان په هوا کې هم یو شی له‌منځه یووړ."

ولسمشر ډونالد ټرمپ
ولسمشر ډونالد ټرمپ

د جاپان صدراعظم وویل، هېواد یې د امریکا د هغه دریځ ملاتړ کوي چې د شمالي کوریا د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

شینزو آبې وویل چې دواړه هېوادونه په دې مسئله کې له یو بل سره سل په سلو کې توافق لري.

آبې زیاته کړه چې د شمالي کوریا له‎خوا احتمالي توغندي به د اړتیا په صورت کې د امریکا په مرسته نسکور کړي.

روېټرز خبري آژانس لیکي چې د شمالي کوریا وروستيو تحرکاتو د ښاغلي ټرمپ ولسمشري په نړیواله کچه له ازموینې سره مخامخ کړې ده.

ټرمپ وايي امریکا او جاپان به د شمالي کوریا د خطرناک یرغل د پای لپاره ګډ کار وکړي.

په همدې حال کې چین د دې څرګندونو په وړاندې په غبرګون کې ویلي چې د شمالي کوریا وضعیت ډېر حساس او پېچلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هوا- چون یینګ نن وویل چین له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي چې په اوسنیو شرایطو کې دې د کړکېچونو د کمولو او د اعتماد د فضا د جوړولو په برخه کې ګډ کار وکړي څو د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د ستونزې د حل لپاره هڅې یو ځل بیا پیل شي.

ښاغلي ټرمپ په دې خبري غونډه کې همداراز وویل چې واشنګټن به د متحده ایالاتو او جاپان ترمنځ د تجارتي ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي.

په پام کې ده چې ښاغلی ټرمپ به له جاپان وروسته جنوبي کوریا ته ولاړ شي او هلته به هم د شمالي کوریا په اړه خبرې وکړي.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه-ائن ټینګار کوي چې له شمالي کوریا سره ستونزې باید له ډيپلوماټیکو لارو حل شي.

تمه ده چې ټرمپ آسیايي هېوادونو ته د ۱۲ ورځني سفر په دوام له جنوبي کوریا وروسته چین، ویتنام او فیلیپین ته هم ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG