د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ جاپان ته ځي


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ به د اسیا د ۱۱ ورځني سفر په پیل کې نن شنبه جاپان ته ورسېږي.

پداسې حال کې چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ شخړې ډېرې شوې دي، ولسمشر ټرمپ په دې سفر سره غواړي چې د شمالي کوریا پروړاندې د امریکا او جاپان یو اتحاد وښیي او پیونګ یانګ ته ووایي چې نور د اټمي وسلو له جوړولو لاس واخلي .

ولسمشر ټرمپ پرون جمعه په سپینه ماڼۍ کې مخکې تر دې چې هیلکوپټر ته پورته شي، د ننني سفر په اړه خبریالانو ته وویل چې دی به له جاپاني چارواکو سره، پر سوداګریزو مسایلو هم خبرې وکړي او هم به د نورو هېوادونو او خلکو سره د مرستو پر لارو چارو وغږېږي.

ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې
ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې

ولسمشر ټرمپ چې تر سفر دمخه یې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل:

"موږ به د تجارت په اړه خبرې وکړو، موږ به ښکاره ده چې د شمالي کوریا په باره کې وغږېږو، موږ به له ډېرو خلکو او هېوادونو سره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړو، موږ به وګورو چې څه پېښېږي، خو زما په فکر دا بریالی سفر دی، هلته ډېر ښه نیتونه شته."

ټاکل شوې ده چې ولسمشر ټرمپ د دغه ۱۱ ورځني سفر په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ په جاپان کې، په یوکوتا پوځي اډه کې له امریکایي او جاپاني ځواکونو سره وګوري او هلته به د سیمې د امنیت لپاره د ائتلاف پر اهمیت وغږېږي .

ډونالد ټرمپ د اسیایي سفر تر پیل دمخه د امریکا هاوایي ایالت ته له رسېدو سره د «پیرل هاربر- هیکم» ګډې پوځي اډي ته ولاړ.

په پام کې ده چې ډونالد ټرمپ جاپان ته له رسېدو سره د نورو خبرو ترڅنګ د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره یو ځای د هغو جاپاني اتباعو له کورنیو سره وګوري چې شمالي کوریا برمته کړې دي.

په وروستیو میاشتو کې پیونګ یانګ یو شمېر قاره ویشتونکي بالسټیک توغندي او هم یې د شپږم ځل لپاره اټمي ازموینه وکړه چې د امریکا د ولسمشر سخت غبرګون یې را وپاراوه.

همدا شان ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ په خپل دغه سفر کې له اسیایي مشرانو سره پر سوداګریزو مسایلو خبرې وکړي.

راپورونه وایي چې نوموړی به هڅه وکړي چې اسیایې متحدین د امریکا متحده ایالاتو لپاره مناسبې سوداګریزې پالیسۍ ومني.

په ویتنام کې به د امریکا ولسمشر د اسیا پسفیک د اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې برخه واخلي، دې غونډې ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم ورځي، د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف پرون جمعه وویل چې ښایي دواړه مشران د دې غونډې ترڅنګ سره خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ به بیا په فلپین کې د اسیان یا د جنوب ختیځې اسیا د غړو هېوادونو د ټولنې په غونډه کې ګډون وکړي.

په دې ۱۱ ورځني سفر کې له ولسمشر ټرمپ سره د هغه مېرمن میلانیا ټرمپ هم ملګرې ده او دا به په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش تر سفر وروسته، اسیا ته د یوه امریکایي ولسمشر تر ټولو اوږدمهاله سفر وي.

XS
SM
MD
LG