د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

ټرمپ: هېڅ دکتاتور باید د امریکا پریکړو ته په کم نظر نه ګوري


ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاپان پلازمېنې توکیو ته له رسېدو سره سم د شمالي کوریا پر ضد سخته لهجه وکاروله او ویې ویل امریکا او متحدان یې چمتو دي چې د ازادۍ دفاع وکړي.

ده زیاته کړه چې هېڅ دکتاتور باید د امریکا پریکړو ته په کم نظر نه ګوري.

ښاغلي ټرمپ اسیايي هېوادونو ته خپل دولس ورځنی سفر نن پیل کړ او غواړي د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره د خبرو له لارې له جاپان سره د شمالي کوریا په وړاندې د متحدوایالاتو پر ګډ دریځ ټینګار وکړي.

ښاغلي ټرمپ په خپله ځانګړې الوتکه- ایرفورس ون کې ورسره خبریالانو ته وویل، شمالي کوریا او د سوداګرۍ مسایل چې د ده په وینا له کلونو راهیسې په سم ډول نه دي اداره شوي د بحثونو مهمه برخه وي.

ولسمشر ټرمپ، مخکې له دې چې الوتکه یې له هاوايي ټاپو څخه د توکیو خوا ته والوزي له امریکايي سرتېرو سره وکتل او وروسته پیرل هاربر Pearl Harbor- هغه ځای ته چې جاپان د ۱۹۴۱ کال د نوومبر په اوومه نیټه حمله پرې کړې وه، ولاړ.

ټرمپ او مېرمنه یې
ټرمپ او مېرمنه یې

ټرمپ له هاوايي څخه توکیو ته د اته ساعته الوتنې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، دی هیله من دی چې اسیا ته د سفر په ترڅ کې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګوري.

ښاغلي ټرمپ وویل چې متحدایالات د شمالي کوریا د مسئلې د حل په برخه کې د پوتین مرستې ته اړتیا لري او دی غواړي له ګڼ شمېر نورو مشرانو سره هم وګوري.

ټرمپ وویل، شمالي کوریا د امریکا او نړۍ لپاره یوه لویه ستونزه ده او دی غواړي دا ستونزه حل کړي.

تمه ده چې ټرمپ او پوتین به د اسیا- پاسیفیک د همکارۍ د سازمان APEC په غونډه کې چې د نوومبر په لسمه او یوولسمه د ویتنام په دانانګ Danang ښار کې جوړېږي سره وګوري.

د آزادۍ راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې ښکاري چې د ټرمپ د دې سفر په ترڅ کې به د شمالي کوریا د اټمي پروګرام مسئله له هغو چارواکو سره د لیدنو کتنو د اجنډا مهمه برخه وي چې لومړی یې د جاپان صدراعظم شینزو ایبي دی.

ښاغلي ټرمپ د رسمي خبرو له پیل مخکې نن سهار له ایبي او د نړۍ له نامتو لوبغاړي هیدیکي ماڅویام Hideki Matsuyam سره د ګلف لوبه وکړه.

ټرمپ چې مېرمن یې میلانیا هم ورسره ده په یوکوتا پوځي اډه کې له یو شمېر امریکايي پوځیانو سره هم ولیدل.

ټرمپ به له جاپان وروسته جنوبي کوریا ته ولاړ شي او په سیول کې له خپل ساري مون جای اېن سره به وګوري.

ښاغلی مون له ډیپلوماتیکو لارو د شمالي کوریا د ستونزې پر حل ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG