د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د کانګرس یو شمېر مخکښو غړو له سپینۍ ماڼۍ غوښتنه کړې چې د نیویارک د حملې تورن ازبکستانی دې په کیوبا کې د امریکا د ګوانتانامو پوځي زندان ته واستول شي.
ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۰» وویل چې دی هم په دې غور کوي چې دغه کار وکړي، خو لومړی دې ته اړتیا ده چې د دغې حملې تورن سیفالله سایپف یو وسلهوال یا جنګي دښمن وپېژندل شي.
ټرمپ د ټویټر له لارې دغهراز وویل چې زه به یقیناً پر دې مسئلې غور وکړم او هغه به ګیتمو ته چې اشارهیې د ګوانتانامو زندان ته ده، واستوم.
ټرمپ همدارنګه ویلي چې دی هم په دې باور دی چې سایپف دې چې له حملې وروستهیې خوښي څرګنده کړې او د اسلامي دولت نومې سخت دریځې ډلې تهیې بیعت کړی، په مرګ محکوم شي.
د ګوانتانامو زندان ته په تېرو وختونو کې هغه کسان انتقال شوي چې په افغانستان او عراق کې د جګړو په جریان کې نیول شوي دي.
د امریکا مخکېني ولسمشر بارک اوباما د دې هڅه وکړه چې دغه زندان وتړي.
یو شمېر نورو منتقدینو ویلي چې په دې زندان کې بندیان له خپلو قانوني حقونو محروم دي او باید وتړل شي.
له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې بل بندي دې زندان ته نهدی لېږدول شوی.
خو سایپف چې د امریکا قانوني هستوګن دی او ګرین کارټ لري، د امریکا د عدلي مدني قوانینو له مخې یې قانوني حقوق خوندي دي.
د کانګرس د هغو غړو په ډله کې یو هم د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدمتونو د کمېټې مشر جان مککېن دی چې ګوانتانامو ته د سایپف د استولو غوښتنه کوي.
مککېن وویل، موږ باید پر خپل هېواد دغو حملو ته له یوه جلا اړخه ونهګورو، بلکې هغه لکه څنګه چې دي، د جنګي اعمالو په توګه وپېژنو.
جمهوري غوښتونکي سناتور لېنډسي ګراهام هم له ټرمپه وغوښتل چې سایپف جنګي دښمن وپېژني، خو هغه د دې یادونه هم وکړه چې له هغه باید په بشپړه توګه تحقیقات وشي تر څو دا معلومه شي چې ایا په رښتیا هغسې چې د نیویارک چارواکي وایي، ده دغه عمل په یوازې توګه کړی دی که نه؟
ګراهام زیاته کړه، دا ډېره مسخره ده چې له ترورېزم سره د سایپف د تړاو په اړه په روغتون کې د یوې ورځې مرکو پر اساس موږ ټولو ته هغه څه وویل شي چې غواړو پرې پوه شو.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز وویل، ټرمپ چې سایپفیې یو ځناور یاد کړی، په دې فکر کړی چې هغه جنګي دښمن وپېژني، خو تر اوسهیې رسماً دغه اعلان نهدی کړی.
هغې زیاته کړه، دا فکر کوي هغه اقدامات چې ټرمپ تر اوسه کړي یقیناً دا مسئله توجیه کولای شي.
ټرمپ چې سایپفیې یو ځناور یاد کړی، په دې فکر کړی چې هغه جنګي دښمن وپېژني.
د نیویارک له دغې پېښې وروسته یو له اقداماتو چې ولسمشر ټرمپ کړی، د مهاجرت د بهیر د لا سختولو امر یې کړی دی.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د کابینې په غونډه کې وویل چې له کانګرس سره به کار وکړي څو ژر تر ژره د ګرین کارټ ویزې د ورکولو لړۍ وځنډوي.
ښاغلی ټرمپ وايي:
"زه نن د لاټرۍ پروګرام پر ځنډولو کار کوم. زه به له کانګرس څخه وغواړم چې ژر تر ژره د دغه پروګرام د ختمولو کار پیل کړي."
دا هغه پروګرام دی چې له همدې لارې د دې حملې تورن ۲۹ کلن سیفالله سایپف «Sayfullo Saipov» په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له ازبکستانه امریکا ته تللی و.
سایپف چې په نیویارک کې یې د لارۍ په وسیله په حمله کې اته تنه ووژل او له لسو زیاتیې ټپیان کړل، پرون امریکایي څارنوالانو پر ترورېزم تورن کړ.
څارنوالانو وویل چې هغه د اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه الهام اخیستی.
څارنوالانو په مانهاتن کې پرون د امریکا یوې محکمې ته وویل چې سیفالله سایپف «Sayfullo Saipov» په هغه روغتون کې چې له دغې حملې وروسته دی پهکې بستر دی، غوښتنه کړې چې د ده په خونه کې دې د داعش تور بیرغ ولګول شي.
څارنوالانو دا هم ویلي چې هغه ښه احساس کوي چې دغه حملهیې کړې ده.
سایپف په ویلچیر کې چې لاسونه او پښې یې زولانه و، محکمې ته بوتلل شو چې پر خپل ځان لګول شوي تورونه واوري.
که هغه مجرم وپېژندل شي د مرګ په سزا به محکوم شي.
څارنوالانو ویلي چې سایپف په دغه روغتون کې چې په ډزو له ټپي کېدو وروسته پهکې بستر شوی او توقیف دی، له خپل ځانه د دفاع لپاره له قانوني حقوقو ډډه کړې او په ښکارهیې پر دغې حملې اعتراف کړی دی.
په عین حال کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې «اف بي ای» وویل چې دوی د دې پېښې په تړاو د محمد ظاهر قادروف «Mukhammadzoir Kadirov» په نوم هغه بل ۳۲ کلن ازبکستانی هم موندلی چې دوی یې په لټه کې و.
په عین حال کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د امریکا ولسمشر ته د دغې پېښې اړوند تحقیقاتو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.