وروسته له هغې چې د امریکا پولیسو یو ازبکستانی پرون په نیویارک کې د ترورېستي برید په تور ونیوه، ولسمشر ډونالد ټرمپ د مهاجرینو په اړه د جدي څېړنو د زیاتېدو امر کړی دی.
ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي:
"ما همدا اوس د د کورني امنیت ادارې ته امر وکړ چې د کډوالو په اړه د څېړنې پروګرام دې نور جدي کړي، له سیاسي پلوه مناسبې خبرې ښې دي، خو په دې موضوع کې نه."
ولسمشر ټرمپ د پرونۍ حملې ترسره کوونکی یو ناروغ او لېونی کس بللی دی.
د نیویارک پولیس وايي، پر تورن کسیې د پېښې په سیمه کې ډزې کړي او نیولی یې دی.
دې کس د نیویارک هغې سیمې ته نږدې چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه پهکې شوي وو، پر پلي خلکو او بایسکل سپرو یو کرايي موټر خېژولی دی.
تورن کس د سیفالله حبیبالله یوویچ سایپف په نوم ۲۹ کلن ازبکستانی دی چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې امریکا ته تللی دی.
تر اوسه د نوموړي د مهاجرت په اړه معلومات نهشته چې ایا د امریکا تابعیتیې اخیستی او که نه؟
عیني شاهدان وايي، یوویچ سایپف پر خلکو د موټر خېژولو پر مهال د الله اکبر نارې وهلې او وروستهیې موټر د ښوونځي له بس سره ټکر کړ.
یوې عیني شاهدې لوېس لېس د روېټرز خبري اژانس ته ویلي:
"هو موږ دا کس ولید، تورې جامې یې اغوستې وې او ږیرهیې درلوده، هغه سره دوه ټوپکې وې."
د نیویارک ښاروال بل دې بلاسیو په یو خبري کنفرانس کې دا یو ترورېستي عمل وباله او ویېویل:
"دا یو ترورېستي او بزدلانه عمل و چې غیر نظامیانیې هدف وګرځول، داسې عادي خلکیې هدف وګرځول چې له چا سرهیې کار نهدرلود او اصلاً نهپوهېدل چې څه پېښېږي؟"
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په یوې اعلامیه کې چې د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت په وېبپاڼه خپره شوې ویلي، "حکومتیې چمتو دی، په دې قضیه کې هر ډول ممکنه مرسته وکړي."
په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي وايي، سایپف په یوازې ځان دا برید کړی، خو اوس د نوموړي له موټر څخه په ترلاسه شوي یو لیک کې چې نوموړي په لاس لیکلی ویل شوي چې دا حملهیې د داعش په نوم ترسره کړې ده.
په امریکا کې مېشت یو ازبک کډوال میر احمد مومنوف چې سایپفیې پېژنده ازادي راډیو ته ویلي، نوموړي د اوهایو ایالت کې ژوند کاوه او وروسته په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې د فلوریډا ایالت ته ولاړ چې کلونهیې د لارۍ موټر د چلوونکي په توګه کار کاوه.
د مومنوف په وینا، سایپف مېرمن او دوه بچیان لري او اصل د تاشکند اوسېدونکی و.
مومنوف وايي، سایپف فلوریډا ته تر تګ مخکې ډېر مذهبي شخص نهو، خو وروسته له انټرنټ څخه د ډېرو دیني معلوماتو تر لاسه کولو هغه په یو سخت دریځي کس بدل کړ.