په نیویارک ښار کې د سې شنبې د ورځې تر خونړۍ پېښې وروسته چې د چارواکو په وینا، یوه ازبکستاني سړي د موټر په واسطه ۸ کسان ووژل، ولسمشر ډونالد ټرمپ د پناه غوښتونکو په اړه د څېړنو د زیاتوالي امر کړی دی.
ولسمشر ټرمپ پر ټویټر ویلي دي چې د کورني امنیت وزارت تهيې امر کړی چې د مهاجرت سخت پروګرام لا نور هم شدید کړي.
نوموړي د نیویارک د وروستي برید عامل ناروغ او لیونی بللی دی.
په نیویارک ښار کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر له پراخو ترورېستي حملو وروسته، پرونی برید په دې ښار کې تر ټولو خونړۍ ترورېستي پېښه بلل کېږي.
د نیویارک ښاروال بل دي بلاسیو وویل، پېښه هغه مهال وشوه کله چې یو پیک اپ موټر د سرک پر غاړه د بایسکل ځغلوونکو پر کرښه څو تنه چلوونکي او لارویان ووهل او بیا د ښوونځي له یوه بس سره وجنګېد.
نوموړي دا پېښه یو بزدلانه ترورېستي برید بللی چې بېګناه ملکي وګړي يې په نښه کړي دي.
امریکايي رسنیو ویلي، مشکوک برید کوونکي چې له ټپي کېدو وروسته پولیسو نیولی، ۲۹ کلن سیفالله حبیبالله یوویچ سایپف نومېږي او د ازبکستان تبعه دی.
سایپف په ۲۰۱۰ میلادي کال کې متحده ایالاتو ته راغلی دی.
چارواکو ویلي چې سایپف په یوازې سر عمل کړی او د برید پر مهاليې د الله اکبر نارې وهلې.
په امریکا کې مېشت ازبکستانی میر احمد مومنوف د ازادي رادیو خبري څانکې ته ویلي چې دی سایپف پېژني، په اوهایو کې اوسېده او وروستهيې بیا په فلوریډا ایالت کې د لارۍ چلوونکي په توګه، څو کاله کار کړی دی.
مومنوف ویلي چې د نیویارک د پرونۍ پېښې مشکوک عامل یوه مېرمن او دوه ماشومان لري چې په تاشکند کې اوسېږي.
دغه ازبک وګړي ویلي، سایپف چې کله فلوریډا ته لاړ، هغه مهال دومره مذهبي نهو، خو پر انټرنټيې د اسلام په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته، سخت دریځۍ ته مخه کړه.
مومنوف ازادي رادیو ته وویل، هېڅچا فکر نهکاوه چې سایپف به ترورېستي عمل وکړي، د هغه په خبره، دې پېښې ده ته ټکان ورکړی دی.