د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

د کورنیو چارو وزارت: د کابل د سې شنبې ورځې انتحاري حمله یوه ماشوم کړې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د پرون سې شنبې ورځې انتحاري حمله د یوه ۱۴ کلن هلک له لوري شوې ده.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال لړم ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې د انتحاري کس پر جسد د هویت د تثبیت لپاره څېړنې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه څه چې موږ د انتحاري کس له متلاشي شوي جسد څخه برداشت کړل، عمر يې د ۱۳ او یا ۱۴ کلونو په شااوخوا کې دی، له ماشومانو استفاده جنګي جرم دی او موږ یې غندوو."

نجیب دانش
نجیب دانش

دغه انتحاري حمله چې د سې شنبې د ورځې ناوخته د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې وشوه له امله‌یې ۵ تنه ووژل شول او له ۲۰ زیات ټپیان شول، خو ځینې رسنیو د وژل شویو کسانو شمېر اووه تنه ښودلی دی.

د دغه حملې مسؤلیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په غاړه واخیست.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تر دې وړاندې هم وسله‌والو مخالفینو په حملو کې له ماشومانو استفاده کړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال یوه کمکي هلک او کم عمرې نجلۍ تر دې وړاندې چې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي ځانونه‌یې امنیتي ځواکونو ته وسپارل.

خو طالبانو په جګړه کې له ماشونو څخه د استفادې مسئله رد کړې ده.

په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا په جګړو کې له ماشومانو څخه استفاده جنګي جنایت ګڼي.

لس کلنه سپوږمۍ وايي ورور ځانمرګي بريد ته مجبوره کړې وه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

د دغه کمېسیون ویاند بلال احمد صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې ښکېلې خواوې باید له ماشومانو استفاده ونه‌کړي.

بلال احمد صدیقي
بلال احمد صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په وسله‌والو شخړو کې د ماشومانو له استخدامه اندېښنه لري او دا په خپله جنګي جنایت دی، هیله لرو چې د جګړې ښکېلې خواوې له ماشومانو استفاده ونه‌کړي."

یو شمېر دیني عالمان وايي، د اسلام له نظره په جګړو کې له ماشومانو استفاده مردود عمل دی.

له ډلې یې مولوي سمیع‌الله ریحان ازادي راډیو ته وویل چې د اسلامي قواعدو له مخې باید وسله‌وال مخالفین او په جګړه کې ټولې ښکېلې خواوې په وسله‌والو شخړو کې د ماشومانو له استفادې لاس واخلي.

راپور: محمد حدیث پردېس

وزیر اکبر خان سیمه کې انتحاري حملې ۴ تنه وژلي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

XS
SM
MD
LG