د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

"په انتحاري حملو کې له ماشومانو استفاده د اسلامي او بشري قوانینو خلاف دی"


که څه هم د بشري حقونو د نړیوالو موازینو له مخې په جګړه کې د ماشومانو ښکیلول د بشر له حقونو سرغړونه ده؛ خو په افغانستان کې د جګړې ښکیلو ډلو کله نا کله دا قوانین مات کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په جنګ کې له ماشومانو نه استفاده یا ورته زیان رسول بشري جنایت دی او د جګړې دواړه لوري باید دې موضوع ته جدي پام وکړي.

د دې کمیسون ویاند رفیع الله بیدار د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل؛ په انتحاري حملو او نورو جنګي برخو کې له ماشومانو نه ګټه اخیستنه زیاته شوې او دوی يې اندیښمن کړي دي:

"په جګړو کې د ماشومانو استعال د اسلامي او د بشري نړیوالو قوانینو خلاف کار دی؛ ماشومان ښځې او هغه څوک چې د جنګ لوری نه وي باید په جنګ کې هم ترې استفاده ونشي او نه هم باید ورته ضرر ورسیږيګ له بده مرغه چې په افغانستان کې دا موارد اوس ډیر دي او دې کار د بشري حقونو ادارې اندیښمنې کړي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ګلثوم په نوم یوې لس کلنې نجلۍ اوس اوس په هلمند کې امنیتي ځواکونو ته ځان تسلیم کړ چې انتحاري حملې ته چمتو شوې وه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي؛ دا ماشومه د طالبانو د یوې ډلې له خوا مجبوره شوي وه چې د چاودیدونکو موادو له ډکې بکسې سره د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړي.

تیر کال هم په هلمند کې امنیتي ځواکونو داسې ماشومه نیولې وه چې د انتحاري حملې پلان ورکړل شوی وه او په نورو ځایونو کې هم داسې پیښې ډيرې تکرار شوي دي.

په ورته وخت کې یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق په افغانستان کې د ماشومانو د تلفاتو تر څنګ په جنګ کې د هغوی څخه استفاده د اندیښنې وړ بولي.

په کابل کې د دې ادراې ویاند عزیز فروتن وايي؛ کورني او قومي مشران باید اجازه ورنه کړي چې ماشومان یې په جګړو کې ښکیل شي.

"ماشوم ماشوم دی، تر هغې چې اتلس کلنۍ ته نه وي رسیدلای؛ باید ورباندې فشار را نه وړل شي. هغه باید داسې ځایونو ته پرې نه ښودل شي چې ورته د جنګ زمینه برابریږي. په دې کې کورنی او قومي مشران لوی رول لري چې د ماشومانو په جنګ کې د استفادې لارې بندې او پرې پاملرنه وکړي."

امنیتي ادارې وايي، له ماشومانو څخه وسله وال مخالفین د دولت ضد استفاده کوي او هغوی انتحاري حملو او چاودنو ته اماده کوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دا د طالبانو په خلاف تبلیغات دي او وايي دوی هیڅکله هم په جنګ کې له ماشومانو استفاده نه ده کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې پولیسو دې ته پام دی او په حملو کې به د ماشومانو د استفادې مخه نیسي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازداي راډیو ته وویل؛ کورنۍ هم باید ځانونه مسوول وګڼي او په خپلو ماشومانو پاملرنه ډيره کړي.

"له ماشومانو څخه استفاده بد عمل دی؛ دا چې طالبانو ورڅخه تل په جنګ کې استفاده کړې؛ لوی جنایت دی، ښه لار دا ده چې خلک باید د خپلو ماشومانو پاملرنه په ښه توګه وکړي او پرې نه ږدي چې ماشومان یې د تروریستانو لاسو ته ورشي. په ورته وخت کې د افغانستان ملي پولیس هم دا کوشش کوي؛ په هر ځای کې چې وي د داسې جنایتونو مخه ونیسي."

د افغان څیړونکو په باور ماشومان د اقتصادي ستونزو له املهاو یا دا چې ذهنونو یې بشپړه وده نه وي کړې؛ د ځینو وسله والو فریب خوري او دا کسان د خپلو اهدافو په خاطر ترې په انتحاري حملو کې کار اخلي.

دوی وايي، په تخریبي اعمالو کې له ماشومانو څخه استفاده د دې له امله هم ګواښونکی دهچې د ټولنې ثبات له خطر سره مخ کوي او د دې سبب کیږي چې د ماشومانو تر منځ د تاوتریخوالي فضا حاکمه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG