د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د بشري حقونو نړېوالو ډلو په ارزګان کې د یوه زده کوونکي وژل وغندل


د بشري حقونو نړېوالو او کورنیو مدافع ډلو په ارزګان کې د طالبانو له خوا د واصل احمد په نوم، د یوه کوچني زده کوونکې وژل کېدل وغندل.

واصل احمد ۱۲ کلن وو او یو وخت، په ارزګان کې د طالبانو پر ضد جنګیدلی وو.

د بشري حقونو مدافع ډلو ویلي چې په وسله والو نښتو کې له کوچنیانو کار اخیستل، د بشري حقونو د نړېوالو قوانینو مخالف کار دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسون هم په وسله والو نښتو کې له کوچنیانو کار اخیستل او د واصل احمد قتل غندلی دی.

وسله والو طالبانو په وروستیو کې د واصل احمد په نوم یو دولس کلن وویشت او ووژل.

واصل احمد تېرکال، په دوبي کې له وسله والو طالبانو سره د جنګ لپاره د ملیشو په ډله کې شامل شوی وو.

د واصل احمد دې کارته د مطبوعاتو ډیر پام ور واوښت او وپيژندل شو. په هغو عکسونو کې چې پر انټرنټ خپاره شوي، واصل احمد لیدل کېږي چې د اوسپنې خولۍ یې پر سر ده او پوځي جامې یې اغوستي دي.

خو دی په وروستیو کې له وسله والو ملیشو جلا شوی وو او د ارزګان په یوه ښوونځي کې یې زده کړه کوله.

د بشري حقونو د څارنې د نړېوالې ډلې، د افغانستان د چارو څيړونکې پاتریشا ګوسمن دا یوه وحشتناکه او خواشینونکې پېښه وبلله.

پاتریشا وویل چې په دې پېښه کې دوه جنایتونه شامل دي، لومړی جنایت دا دی چې یو ماشوم وژل شوی او دوهم دا چې یو ماشوم په جګړه کې ګډون ته مجبور شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون، اجراییوي رئیس محمد موسی محمودي وايي چې وسله وال طالبان باید پر کوچنیانو حملې ونه کړي.

محمد موسی محمودي زیاته کړه:

"موږ غواړو چې هم د افغانستان د حکومت له خوا په جګړه کې د ماشومانو ګډون منع شي او هم له وسله والو مخالفانو، زموږ غوښتنه دا ده چې له کوچنیانو د پوځي هدف په توګه کار وانه خلي. یوه خوا هم باید په پوځي عملیاتو کې له کوچنیانو استفاده ونه کړي. هغه پېښه چې په ارزګان کې وشوه، د ډيرې اندیښنې وړ ده. د یوه کوچني وژل کېدل، که د هرې ډلې له لوري وي، توجیه نه لري او باید وغندل شي."

پر واصل احمد د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې وسله والو حمله وکړه او په سریې په دوو مرمیو وویشت. وسله والو طالبانو د هغه د وژلو مسئولیت واخیست.

واصل احمد ته تېرکال، تر هغه وروسته د قهرمانۍ لقب ورکړل شو چې له خپل کاکا او نورو ملیشو سره یې، په ترینکوټ کې د طالبانو د محاصرې په ماتولو کې مرسته کړې وه.

د فرانس پرېس په حواله، د بشري حقونو مدافع ډلو په وار–وار په جګړه کې د کوچنیانو استخدام غندلی دی.

د بشري حقونو مدافعانو د افغانستان د حکومت پلویانو ملیشو او وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې په جګړه کې د کوچنیانو د ګډون مخنیوی وکړي.

د واصل احمد کاکا، ملا عبدالصمد مطبوعاتو ته ویلي چې دې دولس کلن هلک د خپل پلار د قتل د غچ اخیستلو لپاره وسله اخیستې وه.

عبدالصمد فرانس پرېس ته ویلي:

"هغه هیڅ چا نه وو هڅولی، هغه غوښتل چې د خپل پلار د قتل انتقام واخلي."

XS
SM
MD
LG