د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

غني: "م.م" دې د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې له پاکستان سره په مذاکره او د سولې خبرو ته د وسله‌والو طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.

هغه یو وار بیا ټینګار کړی چې پاکستان ته ښه موقع برابره شوې چې له ترورېزم سره په مبارزه او د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.

ولسمشر غني پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشر خیریت عمروف سره په کابل کې کتلي او هغه ته‌یې ویلي چې ملګري ملتونه په دې اړه مهم رول لوبولای شي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند، نجیب ازاد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر غني ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې مذاکرې باید پر دوو اړخونو متمرکزې وي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند، نجیب ازاد
د جمهور رئیس مرستیال ویاند، نجیب ازاد

نجیب ازاد وویل:

"ولسمشر د افغانستان د کورني او بهرني سیاست په چوکاټ کې وړاندیزونه کړي او ټینګار یې ورباندې کړی. د افغانستان د ثبات لپاره د هڅو لومړی اړخ له پاکستان سره سوله او دوهم اړخ له طالبانو سره سوله ده. په دې برخه کې د ملګرو ملتونو همکاري مهم رول لوبولای شي."

د امریکا متحده ایالاتو د روان میلادي کال په اګسټ کې د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه.

د افغانستان د حکومت مشران ټینګار کوي چې پاکستان باید د افغانستان د سولې لپاره عملي هڅې وکړي، وسله‌وال طالبان خبرو ته تیار کړي او له ترورېزم سره صادقانه مبارزه وکړي.

د افغانستان د سولې مذاکرې باید پر دوو اړخونو متمرکزې وي.

د امریکا ولسمشر د ستراتېژۍ د اعلان په وینا کې پر پاکستان غږ وکړ چې هغو ترورېستانو ته‌یې ځای ورکړی چې په افغانستان کې د امریکا پر پوځي او ملکي وګړو او ګټو حملې کوي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

پر پاکستان مخکې هم د افغانستان له لوري د ترورېزم د ملاتړ تور پورې شوی چې پاکستاني لوري په کلکه رد کړی.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند، نجیب ازاد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشر خیریت عمروف سره د ښاغلي غني په کتنه کې پر پخوانیو خبرو بحث نه‌دی شوی.

نجیب ازاد زیاته کړه:

"پر دې چې پخوا کوم کارونه شوي، خبرې نه‌دي شوي او باید بحث ونه‌شي ځکه یوازې وخت ضایع کوي، خو اوس پاکستان او نورو هېوادونو ته ښه فرصت دی. لکه څرنګه چې ولسمشر تأکيد کړی، هغه هېوادونه په زیان کې دي چې مخکې یې له ترورېستانو سره مالي مرسته یا د هغوی ملاتړ کړی دی."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې مشر خیریت عمروف ټینګار کړی چې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

ولسمشر غني غوښتنه کړې چې په ټوله سیمه کې د ترورېزم مالي سرچينې باید بندې شي او ملګري ملتونه باید په دې اړه همکاري وکړي.

ولسمشر غني همداراز ټینګار کړی چې هېڅ بهرني هېواد ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د ګټو پر ضد کار واخلي.

XS
SM
MD
LG