د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

سولې شورا په تور لېست کې د طالب مشرانو د ورزیاتولو په اړه د عبدالله د دریځ مخالفت وکړ


د افغانستان د سولې عالي شورا د اجرائیه رئیس له هغه دریځ سره مخالفات وکړ چې ویلي، یو شمېر طالب مشران دې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل شي.

دغه شورا ټينګار کوي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې د وسله‎والو طالبانو د مشرانو د شاملېدو پلوي نه‎دي.

د دغې شورا مرستیال حاجي عزیز الله دین محمد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۰۸» ازادي راډيو ته وویل، د حکومت په پرېکړه ډېره تبصره نه‎لري، خو هیله‌یې څرګنده کړه چې د بندیزونو په لېست کې د طالب مشرانو تر شاملېدو دمخه دوی له دغې ډلې سره یوې نتیجې ته ورسېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد

نوموړی وايي:

"د سولې عالي شورا د غړي په توګه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې د نویو کسانو د ورشاملېدو پلوي نه‌یو، خو بیا هم دا د حکومت نظر دی."

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشر سره په لیدنه کې ویلي چې وسله‎وال طالبان د افغان ملکیانو د وژنې عاملین دي او ملګري ملتونه باید د دې ډلې مشران د بندیزونو په لېست کې شامل کړي.

د حکومت یوې سرچینې د نوم نه‌اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې مشر غیرت عمروف اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته ډاډ ورکړی چې د هر هغه طالب مشر نوم به د بندیزونو لېست ته ورزیات شي چې افغان حکومت‌‌یې غواړي.

یو کال وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم له ملګرو ملتونو غوښتي و چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله نوم د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د بندیزونو تر څنګ د سولې په خبرو اترو هم ټينګار کړی.

افغان حکومت بیا په دې نظر دی چې د بندیزونو وضع کول کولای شي له یوې خوا وسله‎وال طالبان کمزوري کړي او بل‎خوا د سولې د خبرو اترو زمینه هم برابره شي.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې غړي له دې ډلې زلمی زابلي په دې برخه کې د حکومت په دوه ګوني چلند انتقاد کوي او دا یې ناکامي ګڼي.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی
د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی

ښاغلی زابلی وايي:

"د وسله‎والو طالبانو په وړاندې د حکومت دوه ګونې پالېسي ناکامه ده، تر اوسه پورې، د سولې د خبرو اترو دروازه په بشپړه توګه تړلې نه‎ده چې حکومت دا ډول اقدام کوي."

ښاغلي زابلي دغه‌شان وویل، د حکومت دا پرېکړه طالبانو او د هغو ملاتړو ته پلمه په لاس ورکوي چې جګړې ته دوام ورکړي.

نوموړی ټينګار کوي چې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د خبرو اترو لار تر ټولو غوره لاره ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG