د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

امریکا: اسیا کې د چین د منفي نفوذ پر وړاندې هند سره همکاري زیاتوو


د امریکا متحده ایالات وايي، په اسیا کې د چین د منفي نفوذ پر وړاندې به له هند سره په اقتصادي او دفاعي چارو کې خپله همکاري زیاته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي، واشنګټن به په ډراماتیکه توګه له هند سره همکاري زیاته کړي او غواړي چې هند په اسیا کې د چین د منفي نفوذ د پراختیا پر وړاندې د امریکا مهم او اساسي متحد وي.

ریکس ټيلرسن دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ستراتیژیکو او نړیوالو اړیکو څېړنیز مرکز ته وکړې.

ټیلرسن په خپلو څرګندونو کې چې ښايي چین خواشینی کړي، وویل متحده ایالاتو په اسیا کې د چین د مالي بنسټ پر وړاندې د بدیل پیدا کولو لپاره کار پیل کړی دی او په دې برخه کې يې استرالیا ته د همکارۍ بلنه ورکړې ده.

واشنګټن به په ډراماتیکه توګه له هند سره همکاري زیاته کړي.

چین بیا په اسیا کې د امریکا له‎خوا د دې هڅو چې د ځان پر ضد د ډیموکراسیو راټولیدنه ګڼي، مخالفت څرګندوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد يې له چین سره ګټورې اړیکې غواړي خو د هغو چیلنجونو له مقابلې به هم وروسته نه‎شي چې د چین له‎خوا د خپلو ګاونډیانو د ځمکني بشپړتیا د ګواښولو له امله پیدا شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن

ریکس ټیلرسن ویلي، امریکا او هند باید د سیمې هېوادونه تجهیز کړي چې له خپل ځمکنی بشپړتیا دفاع وکړي او د خپل اقتصاد د پرمختګ او د سیمه‎يیز جوړښت په مسئله کې خپل دریځ پیاوړی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکې نومبر په اتمه نېټه چین ته خپل لومړنی سفر کوي.

رویټرز اژانس وايي، چین د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د بندولو لپاره هم د امریکا د روانو هڅو لپاره خورا مهم دی او دا موضوع به په پیکنک له چینايي چارواکو سره د ولسمشر ټرمپ د غونډو د اجنډا په سر کې وي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکې نومبر په اتمه نېټه چین ته خپل لومړنی سفر کوي.

بل لورته د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لیو کانګ د ریکس ټیلرسن د خبرو پر وړاندې عکس العمل څرګند کړی دی او ویلي يې دي چې واشنګټن باید بهر نړۍ کې د خپلو اعمالو پر مهال غیر متوازن ونه ووسي.

لیو کانګ وویل، چین به هېڅکله د خپل پرمختګ لپاره د نورو هېوادونو په تاوان کار ونه‎کړي خو ویې ویل چې پیکنک هېڅکله له خپلو قانوني او عادلانه حقونو او ګټو نه په شا کېږي.

چین وايي، د پیکنک او واشنګټن ترمنځ دوستانه اړیکې نه یوازې د دې دواړو هېوادونو بلکې د ټولې اسیا پسفیک سیمې په ګټه دي.

XS
SM
MD
LG