د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

اروپايي ټولنې له ایران سره د اټمي موافقې نه د امریکا د وتلو په اړه خبرداری ورکړ


د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو له نړیوالو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې د ملاتړ تر څنګ، خبرداری ورکړ چې له موافقې د امریکا وتل به د شمالي کوریا د اټمي لانجې د سولهییز حل لپاره هڅې کمزورې کړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون دوشنبه په لوکزامبورګ کې تر غونډې وروسته، په یوه بیان کې وویل چې له تهران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال موافقې ته تعهد به ټینګ وساتي.

هغوی ویلي چې له ایران سره د اټمي موافقې په اړه، د امریکا د ولسمشر پرېکړو ته د "امریکا د کورنۍ «سیاسي» پروسې د یوې برخې" په توګه ګوري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون دوشنبه له خپلې کابینې سره تر کتنې مخکې خبریالانو ته وویل، ډېر امکان شته چې له ایران سره اټمي موافقه په بشپړ ډول ختمه کړي.

د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د موافقې پر اساس، تهران منلې چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې خپل اټمي فعالیت محدود کړي.

د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د موافقې پر اساس، تهران منلې چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې خپل اټمي فعالیت محدود کړي.

موافقه د ایران، امریکا، روسیې، بریتانیې، چین، فرانسې او جرمني د استازو ترمنځ د مذاکرو په پايله کې وشوه.

خو ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې دا به تائید نه‎کړي چې ایران د اټمي موافقې له موادو سره سم عمل کړی دی.

ټرمپ د موافقې د لغوه کولو خبرداری ورکړ.

ټرمپ پر ایران تور پورې کړ چې د تړون پر "روح" يې تېری کړی دی.

ولسمشر ټرمپ وویل چې ایران د بالسټیک مزایلو ازموینې او په منځني ختیځ کې د افراطي ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

هغه وویل چې له کانګرسه به غوښتنه وکړي چې پر ایران د فشار زیاتولو لپاره قوانین قوي کړي.

خو د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپل پروني بیان کې ویلي چې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ۸ واره تائيد کړې چې ایران د اټمي پروګرام په ارتباط خپل ټول تعهدات پر ځای کوي.

هغوی د امریکا پر متحده ایالاتو غږ وکړ چې موافقې ته خپل تعهد ټینګ وساتي او "تر نورو اقداماتو مخکې، د امریکا، د امریکا د شریکانو او د سیمې امنیت ته پر ممکنو عواقبو يې غور وکړي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د شنبې په ورځ د امریکا له "سي. بي. اس" ټلوېزیون سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، وویل چې که یو لوری په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالات له موافقې وځي، ایران به خپله پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG