د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلانوي


تمه ده نن جمعه د شپې پرمهال د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران په اړه، د خپل هېواد نوې ستراتيژي اعلان کړي.

ویل چې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ به د ایران په اړه تر پخوا هم یوه سخته ستراتيژي اعلان کړي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، ټرمپ که څه هم د ایران د مخ پر وده قدرت د ارزونې په هدف سخته ستراتيژي اعلانوي، خو له اټمي تړون د وتلو نیت نه لري او نه هم د ایران سپاه پاسداران ډله د یوه ترورېستي سازمان په توګه اعلانوي.

ټرمپ به نن جمعه د امریکا په وخت د غرمې په ۱۵ دقیقې کم یوه بجه چې په ایران کې به د شپې شااوخوا ۹ بجې وي، په یوې پراخې وینا کې د ایران په اړه ټولو مسایلو ته اشاره وکړي.

چارواکو د نوم نه اخېستو په شرط ویلي چې ټرمپ به دا اعلان وکړي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه دی او تهران هم دا تړون د باليسټیک توغندیو په پراخولو او په منځني ختیځ کې لانجو ته په لمن وهلو نقض کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د سپټمبر په ۱۹ مه وویل چې له ایران سره اټمي تړون د امریکا په تاریخ کې شرموونکی تړون دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ښاغلي ټرمپ ویلي:

"له ایران سره اټمي تړون د امریکا متحده ایالتونو یو تر ټولو خراب او یو اړخیز تړون و، دا تړون په حقیقت کې یو شرموونکی تړون و. "

له ایران سره د امریکا، برېتانیا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې اټمي تړون د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای کې وروستی شو چې په اساس یې په ایران بندیزونه لېرې کېږي او دا هېواد هم د یورانیمو له بډایه کولو لاس اخلي.

د امریکا متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالد ټرمپ دا تمه هم کېږي چې هغه به نه یوازې له نړۍ سره د ایران په اټمي لانجې، بلکې د ایران په نورو اړیکو او داخلي سیاستونو هم خبرې وکړي.

ایران په منځني ختیځ کې د سوریې د شخړې او د لبنان د حزب الله ډلې او ځینو نورو ګروپونو په ملاتړ تورن دی.

ولسمشر ټرمپ د ایران په حکومت هم انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د خلکو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ په مستقیمه توګه له اټمي تړونه د وتلو پرېکړه نه اعلانوي، بلکې احتمال یې شته چې له دې تړون سره د ایران د سم مخته تلو په اړه د عدم تایید پرېکړه وکړي.

له دې سره به د امریکا کانګرس ته ۶۰ ورځې وخت ورکړل شي چې په تهران د بندیزونو د بیا لګولو تصمیم اعلان کړي.

یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ کانګرس هڅوي، څو داسې قانوني لایحه تصویب کړي، چې ایران تر سختو شرایطو لاندې اړ شي چې له اټمي تړون سره سم عمل وکړي.

ټرمپ همداراز هڅه کړې چې کانګرس له ایران سره د اټمي تړون په اړه د امریکا د حکومت د هرې درې میاشتې پرېکړه چې خوښ دی که نه، بدله یا تمدید شي.

خو اخوا د ملګرو ملتونو څارونکو ویلي چې ایران له تخنیکي پلوه له اټمي تړون سره سم عمل کړی دی.

په خپله د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې امریکا په دې سخت دریځ له ټولې نړۍ سره په مخالفت کې ده.

هغه د ملګرو ملتونو د ۷۲ عمومي اسمبلۍ تر څنګ په نیویارک کې رسنیو ته وویل چې که امریکا له دې تړونه ووځي، ایران به هم باالمثل اقدام وکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG