د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

حسن روحاني د ایران په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې له نفرته ډکې وبللې


د ایران ولسمشر د امریکا پر جمهور رییس سخت انتقاد وکړ
د ایران ولسمشر د امریکا پر جمهور رییس سخت انتقاد وکړ

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل، هېواد یې یوه سوله‎ییزه ټولنه ده چې د اعتدال لاره یې خپله کړې ده.

حسن روحاني د ایران په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې بې ارزښته او له نفرته ډکې وبللې.

تردې یوه ورځ مخکې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، ایران یو قاتل رژیم لري چې په منځني ختیځ کې د سولې هڅې له خنډ سره مخامخوي.

خو حسن روحاني وویل، ایران هېڅ ځای مداخله نه‎کوي:

"د اعتدال لار د سولې لار ده، د عادلانه او جامع سولې. داسې نه چې یوه ملت ته سوله او بل ملت ته جګړه وي. اعتدال ازادي ده او د خلکو واکمني ده، خو په بشپړ او پراخ ډول داسې نه چې په یوه هېواد کې په ظاهر کې له ازادۍ ملاتړ وشي او په بل هېواد کې د دیکتاتوري حمایت وشي."

د ایران ولسمشر اټمي تړون د نړیوالې ټولنې په وړاندې د ایران د صداقت بېلګه وبلله.

دا تړون په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران او د ملګرو ملتونو د پنځو دایمي غړیو او جرمني ترمنځ وشو.

په دې تړون کې ژمنه شوې ده چې ایران به خپلې اټمي هڅې رالږ کړي او په بدل کې به یې نړیواله تولنه پر ایران لګیدلي بندیزونه کم کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د سې شنبې په ورځ دا تړون وغانده او خبرداری یې ورکړ چې ښایي هېواد یې ترې ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن پرون د ټرمپ د خبرو په اړه وویل چې هدف په دې برخه کې بیا خبرې دي:

"ولسمشر په حقیقت غواړي چې دا تړون بیا وشي. هغه ویلي دي چې دی غواړي چې بیا خبرې وشي. موږ ملاتړ ته ضرورت لرو، زما په فکر زموږ د متحدانو، اروپایي متحدانو او نورو، ترڅو دې قضیې ته بیا کتنه وشي."

د ایران ولسمشر حسن روحاني اټمي تړون د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تماس د یوې بیلګې په توګه یاد کړ.

د روحاني تر خبرو څو ساعته مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته وویل چې هېواد یې د ایران له اټمي تړون سره د احتمالي پاتېدو یا وتلو په برخه کې یوې نتیجې ته رسیدلی دی، خو ولسمشر ټرمپ په دې برخه کې نور جزئیات له رسنیو سره شریک نه‎کړل.

XS
SM
MD
LG