د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

ټرمپ: که اړ شو نو شمالي کوریا به په مکمل ډول له منځه یوسو


د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په خپله لومړنی وینا کې د امریکا ولسمشر ډونالډ شمالي کوریا ته سخت خبرداری او له ایران سره شوې اټمي موافقه يې د امریکا د تاریخ تر ټولو بده معامله وبلله.

ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا مشر کېم جون اون ته د راکټي سړي خطاب وکړ او ګواښ يې وکړ چې که متحده ایالات اړ شي نو شمالي کوریا به په مکمل ډول له منځه یوسي.

ټرمپ وویل:

"متحده ایالات زیات قوت او صبر لري. خو که اړ شو چې له ځانه او له خپلو متحدانو دفاع وکړو نو بل انتخاب به نه‎لرو بس دا چې شمالي کوریا په بشپړ ډول له منځه یوسو. راکټي سړی د ځان او د خپل رژیم لپاره په یوه ځانوژونکي ماموریت دی. د امریکا متحده ایالات چمتو دي او دا توان لري خو هیله مند دی چې دې ته اړتیا پاتې نه‎شي."

ټرمپ د شمالي کوریا مشر کېم جون اون ته د راکټي سړي خطاب وکړ
ټرمپ د شمالي کوریا مشر کېم جون اون ته د راکټي سړي خطاب وکړ

ولسمشر ټرمپ پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د وروستیو بندیزونو هرکلی وکړ خو پر نړیواله ټولنه يې غږ وکړ چې د پیونګ یونګ پرضد لا نور قوي ګامونه واخلي.

د ایران په اړه د امریکا ولسمشر وویل، د نړۍ هېوادونو له ډېر وخت راپدیخوا د ایران پرضد چې ډونالډ ټرمپ یاغي او خون‎خواره رژیم یاد کړ مقابله کوي.

نوموړي ایران تورن کړ چې په منځني ختیځ کې د سولې د پروسې مخه نیسي.

ډونالډ ټرمپ وویل، ایران ته به اجازه ورنه‎کړي چې خطرناک میزائیلونه جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ایران د مشرانو د اوږدې مودې قربانیان په خپله ایرانیان دي. پرځای د دې چې د ایرانیانو ژوند پرمختګ وکړي، د تیلو ګټه يې حزب‎الله او نورو تروریستي ډلو ته ځي چې بې ګناه مسلمانان وژني او پر سوله‎ییزه عرب او اسرائیلي ګاونډیانو يې بریدونه کوي."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، اوس وخت رسیدلی دی چې د نړۍ هېوادونه له موږ سره یو موټی شي او له ایران وغواړي چې د مرګ او بربادی تګلاره بنده کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې شرمناکې او خوشې شعارونه بللي دي چې د ظریف په وینا د عکس العمل وړ نه‎دي.

XS
SM
MD
LG