د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

د لندن په یوې مټرو کې د بمي چاودنې مسؤلیت داعش واخیست


د اسلامي دولت یا داعش په نوم وسله والې ډلې د لندن په یوې مټرو کې د تېرې جمعې ورځې چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیست.

داعش ډلې په اعماق اژانس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې حملې مسؤلیت منلی دی.

بلخوا د امریکا متحدو ایالاتو په لندن کې پرونۍ چاودنه په شدت وغندله.

د سپینې ماڼۍ ویاندې پرون جمعه په خبري غونډه کې پردې خوشالي څرګنده کړه چې په حمله کې څوک نه دي وژل شوي.

په همدې حال کي،د بریتانیې صدراعظمې ترېزا مې ویلي چې دامریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر پرون ټلیفوني خبرې ورسره کړې او په لندن کې د چاودنې له امله یې خواشیني څرګنده کړې ده.

چارواکو ویلي چې دواړو مشرانو په لندن کې د پرونۍ چاودنې ترڅنګ د شمالي کوریا پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر ټويټر ولیکل چې د بریتانیې پولیسو د حمله کونکي د نيولو موقع ضایع کړې ده.

​د ټرمپ تر دې وینا وروسته، ترېزا مې وویل چې د څېړنو بشپړېدو ته باید صبر وشي او د لندن ښار په مټرو کې د چاودنې په اړه له اټکلونو باید ډډه وشي.

د بریتانیې میتروپولیټین پولیسو د لندن ښار په مټرو کې پرونۍ چاودنه"تروریستي " حمله بللې ده.

پولیسو ویلي، چاودېدونکي مواد د مټرو په یوه ګاډي کې ځای پرځای شوي وو چې تر چاودنې وروسته یې اور وکړ.

د چاودنې له امله په زخمیانو کې زیات هغه کسان دي چې سوځېدلي یا د خلکو په بيروبار کې تر پښولاندې شوي دي.

په لندن کې د پرونۍ چاودنې یوه قرباني.
په لندن کې د پرونۍ چاودنې یوه قرباني.

خو د چارواکو په وینا، په ټولو بستر شوو زخمیانو کې د هیڅ چا روغتیايي وضعیت نازک نه دی.

د بریتانیې صدراعظمې ترېزا مې پرون جمعه تر يوې بېړنۍ غونډې وروسته خبریالانو ته وویل:

"پولیس او نور امنیتي مامورین هڅه کوي چې د دې بزدلانه حملې جزئیات څرګند شي او عاملین یې وموندل شي."

ترېزا مې څرګنده کړه چې د حملې په اړه څېړنې په شدت روانې دي.

د لندن ښار په مټرو کې د سهار په لومړیو ساعتونوکې ډير بيروبار وي.

پرون سهار د مټرو په پارسنس ګرین سټېشن کې د مټروپه یوه ګاډي کې چې له خلکو ډک و، چاودنه وشوه.

د مټرودا سټېشن تر ځمکې لاندې نه دی.

ترېزا مې وویل چې اضافي امنیتي مامورین به د ټرانسپورټي سیسټم د څارنې لپاره وګومارل شي.

ترېزا مې
ترېزا مې

ترېزا مې زیاته کړه:

"موږ دتروریزم له جدي ګواښ سره مخامخ یوو. خو په ګډه به شکست ورکړو."

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د سپینې ماڼۍ په انګړه کې خبریالانو ته وویل چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره باید په زیات شدت او مهارت چلند وشي.

ډونالد ټرمپ وویل:

"دا ډېره خرابه پېښه وه، داسې پېښې دوام لري، موږ یې باید په مقابل کې هوښيار شو او ډېر زیات سخت چلند باید ورسره وکړو، فکر کوم چې موږ په کافي اندازه سخت چلند نه کوو."

د لندن ښاروال صادق خان ویلي چې د حمله کونکي د موندلو لپاره عملیات روان دي.

د لندن پولیسو ویلي چې د تلاشي په دې عملیاتو کې سل ګونو ځانګړي استخباراتي مامورین چې د انګلستان داستخباراتو اداره يې تر شا ده، برخه لري.

XS
SM
MD
LG