د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

ډونالد ټرمپ راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کوي


د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپله لومړنۍ وینا کوي.

امریکايې چارواکي وايي، ولسمشر ټرمپ به په خپله وینا کې د مهمو نړیوالو مسئلو په اړه د واشنګټن دریځ روښانه کړي.

له شمالي کوریا سره اټمي لانجه، د ایران او نړیوالو ترمنځ اټمي موافقه او د روهنګیا مسلمانانو پر ضد د میانمار د پوځ ځپونکي اقدامات، دا هغه موضوعګانې دي چې ټاکل شوې ده د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته څرګندونې وکړي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه دا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د ټرمپ لومړنۍ وینا ده.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د راتلونکې سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په مرکز نیویارک کې جوړه شي.

د نړۍ د ۱۲۹ مشرانو په ګډون په دې اسمبلۍ کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو استازي برخه اخلي.

که څه هم د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګویتریس په ګډون ګڼ شمېر نور نړیوال مشران به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي، خو د واشنګټن د متحدانو سترګې به پر ولسمشر ډونالد ټرمپ وي.

ډونالد ټرمپ وروسته تر هغې ملګرو ملتونو ته وینا کوي چې د ملګرو ملتونو ډیپلوماټانو د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ ټاکل کېدل یوه سیاسي زلزله بللې وه.

فرانس پرېس اژانس لیکلي دي له انتخاباتي لانجو راپدېخوا ولسمشر ټرمپ له سوريې نیولې تر جنوبي سوډان پورې د خپلو نا څرګندو تګلارو له امله له ستونزو سره مخ دی.

د امریکا متحدان او مخالفان د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو دې څرګندونو ته په پام چې ویل يې امریکا فرسټ یا له هر څه نه مخکې امریکا ،د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د نوموړي وینا ته سترګې په لاره دي.

د ملګرو ملتونو یو کارپوه ریچرډ ګووان وايي، که ولسمشر ټرمپ د اقلیم د بدلون په اړه د پاریس په تړون کې د پاتې کېدو په شمول د ځینو نړیوالو مسلو په اړه ښه نیت څرګند کړي نو دا به د هغه په ګټه وي خو د ریچرډ ګووان په خبره په دې برخه توقعات کم دي.

XS
SM
MD
LG