د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۴۱

چین او روسیې د شمالي کوریا پرضد د امریکا وړاندیز رد کړ


چین او روسیې د جمعې په ورځ د شمالي کوریا پرضد د امریکا د متحد ایالتونو وړاندیز رد کړ.

واشنګتن ویلي دي چې د اټمي او لرې واټن توغندیو د ازموینو د مخنیوي لپاره پکار ده چې د شمالي کوریا پرضد مستقیم اقدامات وشي.

چین او روسیه وایي چې واشنګټن باید د دې لانجې مخه د خبرو له لارې ونیسي.

په ملګرو ملتو کې د روسیې سفیر ویسیلي نیبینزیا وویل، روسیه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې پر پیونګ یانګ نور بندیزونه ولګوي او تر دې زیات څه به ونه کړي.

وروسته تر دې چې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د پنجشنبې په ورځ وویل، د شمالي کوریا پرضد دې مستقیم اقدامات وشي، په امریکا کې د چین سفیر هم د روسیې د سفیر په څیر د لانجې د هواري لپاره پر خبرو اترو ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG