د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۵۲

په یونان کې د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند یو مشر نیول شوی


په یونان کې چارواکو د تاجکستان د اسلامي رنسانس یا نهضت ګوند یو مهم مشر نیولی دی.

په تاجکستان کې د اسلامي نهضت ګوند پر فعالیت بندیز دی.

د دې ګوند د مطبوعاتو یوه مسئول نن ازادي راډیو ته وویل چې د حزب د سیاسي شورا غړی، شاه نعیمي کریم چې د مرزا رحیم کوزوف په نوم هم پېژندل کېږي، د تېرې دوشنبې په ورځ د اتن په هوايي ډګر کې نیول شوی دی.

د هغه په وینا، شاه نعیمي کریم د پولند په پلازمېنه وارساکې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په غونډه کې تر ګډون وروسته، دتهران پر لور روان و چې د اتن هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم پولیسو ونیو.

د سرچینې په وینا، شاه نعیمي کریم د انټرپول یا نړیوالو پولیسو په غوښتنه نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG