خبرونه
ایران امریکا ته د روغې جوړې نوی وړاندیز کړی
د ایران ایرنا دولتي رسنۍ د جمعې په ورځ( د مې لومړۍ) خبر ورکړ چې تهران د پنجشنبې په ماښام له امریکا سره د روغې جوړې د خبرو لپاره خپل پلان پاکستان ته وسپاره.
د ازادي راډیو د ایران څانګې، راډیو فردا د اکسیوس ویبپاڼې په وینا هم دا خبر تایید کړی دی. د اکسیوس انلاین رسنۍ د راپور له مخې د ایران متن د روغې جوړې په تړاو د امریکا له وروستیو تعدیلاتو وروسته چمتو شوی دی.
تر دې مخکې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اټومي وسلو او د هرمز تنګي د پرانیستو په تړاو د ایران وړاندیز رد کړی و.
بیا داسې خبرونه خپاره شول چې ایران به نوی وړاندیز وړاندې کړي.
ایراني چارواکو په دې وروستیو ورځو کې ویلي چې دوی د جګړې د بندولو په اړه د بشپړ تضمین ترلاسه کولو څخه مخکې د یورانیمو د غني کیدو په شمول د اټومي مسایلو په تړاو خبرو ته لیواله نه دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوچا: په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې زیاتې دي خو کافي بودیجه نه لري
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې له هغه څه زیاتې دي چې دا اداره وکولای شي هغه تمویل کړي. اوچا د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې ګرځنده روغتیايي ټیمونه یې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په ملاتړ، په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. خو د دې ادارې په خبره اړتیاوې له موجودو سرچینو ډېرې دي. اوچا وایي د روغتیا سکټور یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی او تراوسه د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونو ډالرو له جملې ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.
د اوکراین ولسمشر د جګړې پرمهال د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه ردکړه
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي په هېواد کې د جګړې پر مهال د ټاکنو د ترسره کولو غوښتنې رد کړې، هغه یې "سونامي" وبللې او زیاته یې کړه، په داسې حال کې چې روسیې پراوکراین خونړي بریدونه زیات کړي، هغه به اوکراین وویشي.
زیلېنسکي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په کییف کې خبریالانو ته د اوکراین د پخواني دفاع وزیر میخایلو فیدوروف د هغې غوښتنې په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې وو، اوکراین باید له روانې جګړې سره سره د انتخاباتو د ترسره کولو یوه لاره پیدا کړي.
زیلېنسکي وویل، تګلاره یې دا ده چې هېواد د جګړې تر پایه ورسوي او یو خپلواک او ملي حاکمیت لرونکی دولت وساتي.
زیلنسکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نوموړی د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې په درشل کې د یکشنبې په ورځ د شمالي اروپا او بالتیک هیوادونو د مشرانو کوربه وو.
عراقچي: د امریکا احتمالي سخت بندیزونه به د تهران په ماتولو بریالي نشي
د ایران د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي د یکشنبې په ورځ د امریکا د نویو احتمالي بندیزونو ګواښ د ناچارۍ نښه وبلله او ویې ویل چې نوي احتمالي اقدامات به د تهران په ماتولو بریالي نه شي.
ټاکل شوې چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت چې پرایران یې د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ کړی، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې پرتهران احتمالي بندیزونه اعلان کړي.
عراقچي په ټیلیګرام کې په خپره شوې ویډیو کې، هغه څه ته په اشارې سره چې ده "تکراري سناریوګانې" وبللې، وویل: "دا چې هغوی (امریکايي مشرانو) له پوځي عملیاتو څخه ... د هماغو پخوانیو پلانونو مطرح کولو ته مخه کړې، ښيي چې هغوی له سختې ناچارۍ سره مخ دي."
هغه وویل، واشنګټن باید له ایران سره په درناوي خبرې وکړي، څو "د عدالت او عزت پر بنسټ حللاره" وموندل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد به چې "ایران ته د ژغورنې هر ډول مرسته" برابره کړي، له اقتصادي پایلو سره مخ شي.
د امریکا د خزانې وزیر هم له چین څخه چې د ایران د صادراتي تېلو څه باندې ۸۰ سلنه پیري، غوښتي چې له واشنګټن سره همکاري وکړي.
UNDP: د افغانستان کلیوالي سیمې له کافي بریښنا بې برخې دي
د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام UNDP وایي، په افغانستان کې د باور وړ برېښنا نشتوالی لا هم د روغتیايي خدمتونو، زده کړو، د خلکو د معیشت او سیمه ییزو اقتصادونو لپاره یوه ستره ننګونه ده. د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې
د افغانستان یوازې شاوخوا ۴۰ تر ۴۲ سلنه خلک له ملي برېښنا شبکې سره وصل دي او په کلیوالو سیمو کې ډېری خلک لا هم له کافي برېښنايي خدمتونو بې برخې دي.
د دې پروګرام په خبره د افغانستان شرایطو ته په پام لیرې پرتو سیمو ته د ملي برېښنا شبکې غځول لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له همدې امله، د غیرمتمرکزې نوي کېدونکې انرژۍ کارول د عملي او دوامدارو حللارو له ډلې یوه تر ټولو مناسبه لار بلل کېږي.
UNDP وایي، دغه وضعیت ته په پام یې په افغانستان کې د نوي کېدونکې انرژۍ پروژې پیل کړې چې له مخې یې په ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کې لمریز برېښنايي سیستمونه نصب شوي دي.
د یونان چارواکي وایي، کریټ ټاپوته نژدې له ۱۵۰ څخه زیات کډوال یې ژغورلي دي
د یونان چارواکي وایی چې په تیرو درې ورځو کې یې کریټ ټاپو ته نژدې له ۱۵۰ څخه د زیاتو کډوالو د ژغورنې چارې همغږي کړې دي.
د یونان د رسنیو د راپورونو له مخې یوازې د جمعې په ورځ په دوو عملیاتو کې ۱۳۱ کډوال ژغورل شوي دي. په دغو عملیاتو کې د اروپايي ټولنې د سرحدي کنټرول ادارې (فرونټکس) اړوندو بېړیو برخه اخیستې وه.
دغه راز د شنبې په ورځ دې ټاپوته نژدې یوې تیل وړونکې کښتۍ ته لارښوونه وشوه چې له یوې کوچنۍ کښتۍ څخه ۳۳ کډوال وژغوري.
د یونان د کډوالۍ وزارت ویلي، ټاکل شوې وه چې دغه کډوال د لېسبوس او ساموس په ټاپوګانو کې جوړو شویو مرکزونو ته ولېږدول شي او له هغه ځایه ښايي د یونان خاورې ته دننه نورو مرکزونو ته انتقال شي.
کریټ او هغه ته نږدې بل کوچینی ټاپو ګاودوس پرهغې سمندري لاره پراته دي چې کډوال له لیبیا څخه اروپا ته د رسېدو لپاره په کښتیو کې ځانونه ور رسوي یا یې له خوا تیریږي.
په سنمګان کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي
په سنمګان ولایت کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د دې ولایت د امنیه قومندان ویلي،" ټپیان د خلم ولسوالۍ سیمه ییز کلینیک ته انتقال شوي دي".
پېښه نن یکشنبې د سهار پنځه بجې شوې ده.
د پېښې علت د موټر د سرعت زیاتوالی یاد شوی.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د پاکستان د پوځ مشر تهران ته سفر کوي.
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن یکشنبه وویل،" عاصم منیر به سبا دوشنبې د یوه پلاوي په مشري تهران ته سفر وکړي".
د بقايي په ټکو،" د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت په اړه خبرې اترې دي".
پاکستان په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د مذاکراتو په منځګړي هېواد بدل شوی دی.
جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې
جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې.
د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو اف پي) نن یکشنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" دغه درې میلیونه ډالره شوې مرسته به په افغانستان کې پر اړمنو ښځو او ماشومانو تر راتلونکو ۱۲میاشتو وویشل شي".
دا مرسته د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت له اړمنو افغانانو سره کړې ده.
د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت خپل بلجیمي سیال مات کړ
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت نن یکشنبه سهار د "پيافال" سازمان په لوبه کې خپل بلجیمي سیال موسار ایبرګیموف ته ماتې ورکړه.
د ازادو سیالیو په لوبو کې دا د ښاغلي بشارت۱۷مه بریا وه.
د ازادو سیالیو بل لوبغاړي نصرت حق پرست بیا د "یوافسي" سازمان په سیالۍ کې نن له خپل امریکايي سیال کریس پادیلا ماتې وخوړه.
دا د ښاغلي حق پرست اوومه ماتې وه.
نن یکشنبه د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی
نن یکشنبه د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلنډ وزارت د هوا پیژندنې ریاست په بدخشان، تخار، پنجشیر، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
وړاندې په مرکزي، ختیځو، سویل ختیځو او لویدیځو ولایتونو کې د تیزو بادونو او خارورو د رالوتو اټکل هم شوی دی.
وروستیو شدیدو بارانونو او سیلونو د نورستان په ګډون په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیان رسولی وو.