خبرونه
اتریش په ازبکستان کې د افغان کډوالو پر مساله څیړي
د اتریش د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران روانه اونۍ ازبکستان ته ځي او هلته به د افغان کډوالو په اړه یو نوی تړون لاسلیک کړي.
د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ د اتریش د بهرنیو چارو وزیر ماینل رایزینګر او د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ازبیکستان ته ولاړ شي او له ازبیک چارواکو سره د هغو افغانانو په تړاو خبرې وکړي چې په اتریش کې یې د پناه اخیستو درخواست رد شوی دی. اتریش غواړي دغه افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.
د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوناما: طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې۵۲ ښځې نیولي دي
یوناما وايي، طالبانو د روان کال له جولای تر سپټمبر میاشتې په کابل او هرات ولایتونو کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیولي او توقیف کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندی ماموریت یوناما نن پنجشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالب چارواکو له خوا د دغو ښځو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
یوناما ویلي، دا ښځې د مناسب حجاب او محرم نه درلودو په څې په بېلابېلو دلایلو نیول شوي دي.
د اعلامیې له مخې، دا ښځې د څو ساعتونو لپاره په توقیف کې ساتل شوي او بیرته خوشي شوي دي.
یوناما وړاندې ویلي چې د طالب چارواکو له خوا د ښځو د وهلو، لفظي توهین او تهدید موارد يې هم ثبت کړي دي.
یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې جنستي تبعیض پایته ورسوي.
په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی المنکر وزارت کارکوونکي د هرات په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې ښځې او نجونې د مناسب حجاب د نه درلودو له کبله نیسي او زنداني کوي.
ولسمشر ټرمپ د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران د بریدونو په اړه پر ځینو انتخابونو غور کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران د بریدونو په اړه پر ځینو انتخابونو غور کوي.
امریکايي رسنیو اکسوس او اتلانتیک پرون چهارشنبې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ د پنټاګون او په منځني خیتځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) له چارواکو سره پر ایران د بریدونو د بیا پیل لپاره پر ځینو انتخابونو غوره کوي.
خو چارواکو ویلي چې لا تراوسه کومه نهایي تصمیم نه دی نیولی شوی.
د اکسوس په خبره، سنټکام ته څو ورځې وړاندې امر شوی و چې پر ایران د بریدونو لپاره لازمې تیارۍ ونیسي.
امریکايي چارواکو ویلي د دې احتمال شته چې دغه بریدونو د اکټوبر په ۲۷مه او یا هم د نوامبر په دریمه له سره پیل شي.
د اکسوس په ټکو، ښايي په بریدونو کې د ایران د انرژۍ تاسیسات او د اټومي پروګرام د غني کیدو مرکزونه په نښه شي.
ولسمشر ټرمپ له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې ډير ژر به د ایران په اړه یو نهایی تصمیم ونیسي.
تمه ده د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې په راروانه نوامبر میاشت کې ترسره شي.
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې لږترلږه ۲۵کسان وژل شوي
پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږترلږه ۲۵کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
اوکرایني چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې د خلکو د استوګنې کورونه او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې بیا پر روسیې د ځوابي بریدونو خبره کړې ده.
په وروستیو کې روسیې پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور ورکړی او له بهرنیو ډېپلماټانو يې غوښتي چې د پلازمینې کییف په ګډون د اوکراین له ښارونو ووځي.
د هند د سینما مشهور لوبغاړی نانا پاټیکر د ۷۵کلونو په عمر ومړ
د هند د سینما مشهور لوبغاړی نانا پاټیکر د ۷۵کلونو په عمر ومړ.
هندي رسنیو لیکلي چې هغه نن سهار وختي په خپل کور کې د زړه د حملې له کبله ساه ورکړې ده.
د هند صدراعظم نریندرا مودي پر خپلې ایکس پاڼې د پاټیکر د مړینې په اړه له احساساتو ډک پیغام خپور کړی او ویلي دي چې د نوموړي مړینې داسې تشه رامنځته کړې چې ډکول به يې ستونزمن وي.
نانا پاټیکر د هندي او مراټهي سینما د پیژندل شویو لوبغاړو له ډلې و.
هغه خپل هنري سفر په ۱۹۷۸کال کې پیل کړی و چې نږدې پنځه لسیزې يې دوام ورکړ.
نانا پاټیکر په فلمونو کې د مرکزي رول سربیره د یو شمیر فلمونو ډایریکټري کړې او څو فلمونو ته يې سندرې ویلي دي.
د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشدخان او عظمت الله عمرزي لومړي مقامونه ترلاسه کړي
د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشدخان او عظمت الله عمرزي لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي.
راشدخان د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې د ۷۱۴امتیازونو په لرلو سره لومړی مقام خپل کړی په داسې حال کې چې د همدې لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې عظمت الله عمرزي د ۳۳۷ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړي مقام ته رسیدلی دی.
بل لور ته د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ یوازینۍ ټسټ لوبه سبا جمعې ته پلان شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبې د مبصرینو نوملړ خپور کړی چې ملي لوبغاړی نوین الحق هم په کې شامل دی.
د فرانسې حکومت له طالبانو سره د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په تړاو خبرې پیل کړي
د فرانسې حکومت له طالبانو سره د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په تړاو خبرې پیل کړي.
فرانس پریس خبري اژانس پرون چهارشنبې د یوې دېپلماټیکي سرچېنې په حواله راپور ورکړی چې پاریس غواړي غیرقانوني او عامه نظم ته ګواښ پېښوونکي افغان کډوال بیرته افغانستان ته اخراج کړي.
وړاندې د سرچېنې په حواله راغلي چې دغه "تخنیکي خبرې" د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په مانا نه دي او موخه يې یوازې د کډوالو د اخراج په پروسه کې اسانتیا راوستل دي.
اوونۍ وړاندې د بلجیم حکومت د افغان کډوال د اخراج په اړه د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو د پیل خبر ورکړی و.
بل پلو، جرمني بیا په وروستیو کې لسګونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډېپورټ کړي دي او د همدې بهیر د اسانچارۍ لپاره یې برلین او بن کې د طالبانو قونسلي ماموران منلي دي.
اوچا: په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وايي، د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پېښو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان و.
اوچا د چهارشنبې په ورځ د کندهار ولایت په یوه سیمه کې د ناچاوده توغندي د شنډولو د بهیر وېډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د جګړو پاتې چاودېدونکي توکي لا هم د افغانانو لپاره ورځنی ګواښ دی.
د دغه دفتر په وینا، د دې ستونزې د مخنیوي لپاره ۱۴،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۴،۳ میلیونه ډالر برابر شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان یا «سېف د چلډرن» په وینا، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۳۸ ماشومان د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي یا معلول شوي دي.
ګوترېش له پاکستانه د افغان کډوالو د خوندي او باعزته ستنېدو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په لیدنه کې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د داوطلبانه، خوندي او باعزته ستنېدو غوښتنه کړې ده.
ګوترېش د سېشنبې په ورځ د دوه ورځني سفر لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته ورسېد او له زرداري سرهیې په لیدنه کې وویل چې ملګري ملتونه له پاکستان سره د کډوالو د حقونو د خوندي کولو او د هغوی د خپلې خوښې ستنېدا لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د معلوماتو له مخې، پاکستان هغه مهال د نږدې درې میلیونه افغان کډوالو کوربه و.
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «ای او اېم» د شمېرو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۲،۷ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې په دې شمېر کې جبري او داوطلبانه ستنېدونکي دواړه شامل دي.
د طالبانو د کرنې وزیر ازبکستان ته ولاړ
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې تاشکند ته ولاړ.
د طالبانو د کرنې وزارت وايي، عمري او ورسره پلاوی به د وچې لهخوا محاصره هېوادونو د خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا د هدفونو په اړه په نړیوال تخنیکي فورم کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې نوموړی د دغه فورم په څنډه کې د ازبکستان له چارواکو او د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او ازبکستاني چارواکو ترمنځ د لیدنو کتنو او سفرونو لړۍ زیاته شوې ده.
د ازبکستان د احصائیې ملي کمېټې هم په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان له روسیې او چین وروسته د ازبکستان درېیم لوی صادراتي بازار ګرځېدلی دی.
د ۲۰۲۶ کال د کیمیا نوبل جایزه دوو ساینسپوهانو وګټله
فرانسوي ساینسپوه هانري کاګان او جاپاني ساینسپوه کنسو سوای په ګډه د ۲۰۲۶ کال د کیمیا د نوبل جایزه وګټله.
د نوبل کمېټې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دواړو ساینسپوهانو ته دا جایزه د نامتقارن عضوي ترکیب په برخه کې د غیر خطي اغېزو او ځانکټالیز د کشف له امله ورکړل شوې ده.
د دوی څېړنو د مالیکولونو د هندسې په اړه د پوهې په پراختیا او د درملو په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.
د نوبل دا جایزه به چې ۱۲ میلیونه سویډني کرونه، یا شاوخوا ۱،۲ میلیون ډالره کېږي، د دواړو ترمنځ ووېشل شي.
دوی به د ډسمبر په ۱۰مه په ستاکهولم کې د نوبل مډالونه ترلاسه کړي.
د نوبل د سولې له جایزې پرته چې په اسلو کې ورکول کېږي، نورې ټولې د سویډن په ستاکهولم کې ورکول کېږي.