د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

د کُردستان ټولپوښتنه بلآخره له زیاتو لانجو وروسته ترسره کېږي


د عراق په کُردستان کې له مخالفتونو سره-سره نن ورځ د ټولپوښتنې ترسره کېدو ته چمتووالی نیول شوی دی.

د عراق د کُردستان ټولپوښتنه بلآخره له زیاتو لانجو وروسته نن ترسره کېږي.

که ټولپوښتنه کې خلک مثبته رأیه ورکړي نو د عراق کُردان به د یوه خپلواکه هېواد څښتنان شي هغه څه چې د عراق د حکومت په شمول د نړۍ ګڼ هېوادونه یې کلک مخالفت کوي.

خو له دې ټولو مخالفتونو سره-سره د کُردانو مشر مسعود بارزاني ژمنه کړې ده چې ټولپوښتنه به ترسره کړي.

هغه پرون وویل چې عراق په یوه فرقه‎يي حکومت اوښتی او دی به هېڅکله له بغداد سره بیا ملګری نه‎شي.

خلک له څو ورځو راهیسې د عراق په کُرد مېشتو سیمو کې د کُردانو د خپلواکۍ په پار د ټولپوښتنې شېبې شماري.

د کُردستان په سیمه کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یوه مقام شورش حسن کریم وویل، د ټولپوښتنې لپاره هر څه تیار دي.

شورش حسن کریم زیاته کړه:

"هر څه چمتو دي. نهه نوي فیصده نه بلکې سل فیصده هر څه چمتو دي. ټول اکمالات شوي، د رأیې ورکونې صندوقونه چمتو شوي، رأی پاڼې هم چمتو دي او هر څه چې د رأیې اچونې لپاره اړین او اماده دي."

نړیواله ټولنه په دې اندېښنه کې ده چې د کُردستان په خپلواکه کېدو سره له داعش سره په جګړه کې ترلاسه شوې بریا په هوا لاهو شي او تمرکز به په کورنیو لانجو واوړي.

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرېم د یکشنبې په ورځ د کُردستان له ټولپوښتنې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې هېواد به یې د خپلو سویلي پولو په شاوخوا کې د نویو تأسیساتو جوړول ونه زغمي.

ایران هم د بغداد په غوښتنه کُرد مېشتو ایربیل او سلیمانیه ښارونو ته هوايي پروازونه بند کړي دي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ټولپوښتنې ته مثبته رایه د اساسي قانون او سولې په خلاف بللې او ویلي یې دي چې په عراق کې سختې لانجې رامنځته کړي.

هغه ویلي، اجازه به ورنه کړي چې د خلکو یووالی له منځه لاړ شي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي

العبادي ویلي:

"د جدايي لپاره ټولپوښتنه یو طرفه پرېکړه ده چې د اساسي قانوني او د خلکو د سوله‎ییز ژوند په خلاف ده. موږ دا ټولپوښتنه او پایلې یې نه منو او د هېواد د یووالي او د خلکو د ګټو د خوندیتوب لپاره به اړین ګامونه پورته کړو."

عبادي پرون یکشنبه په ټلویزیوني وینا کې دا هم ویلي چې د کُردستان لانجې د بغداد له امله نه دي بلکې ټولې یې د ده په خبره په کوردننه ستونزې دي.

خو اخوا د کُردانو مشر مسعود بارزاني په خپل دریځ کلک ولاړ دی او د نړیوالو له مخالفتونو سره-سره د ټولپوښتنې ترسره کېدل غواړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG