نړۍ
ترکیې، ایران او عراق د کردستان له ټولپوښتنې سره مخالفت کړی
ترکیې، ایران او عراق د عراقي کردانو مشرانو ته خبر داری ورکړی چې له عراقه د کردستان د جلا کېدو په اړه ټولپوښتنې ته به ځواب ورکړي خو د متقابل اقدام جزئیات یې نه دي څرګند کړي.
د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون چهارشنبه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د کلنۍ غونډې په څنډه کې، سره وکتل او د عراق په کردستان کې د را روانې ټولپوښتنې په اړه یې خبرې وکړې.
له عراقه د کردستان د بشپړې خپلواکې په اړه ټولپوښتنه د را روانې دوشنبې په ورځ چې د سپټمبر پنځه ویشتمه ده، پلان شوې ده.
د ایران، عراق او ترکیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډه اعلامیه کې چې پرون خپره شوه، د عراق د خاورې پر بشپړتیا ټینګار شوی او له پلان شوې ټولپوښتنې سره مخالفت پکې څرګند شوی دی.
رپوټونه وايي چې د مسکوپولیسو زیات شمېر تاجک کارګران چې اعتراض یې کړی و، نیولي دي.
د کارګرانو یوه وکیل ویلي چې هغوي د روسیې د امنیتي ځواکونو له لوري د یوه تاجک کارګر د وهل - ټکول کېدوپر ضد اعتراض کړی و.
په روسیه کې د مهاجرو د فدراسیون مشر کرامت شریپوف ویلي چې تر دوه نیم سوه زیات تاجک کارګران نیول شوي دي.
د مسکو پولیسو نن وویل چې تر نوي زیات کسان د مسکو په یوه لوي مارکېټ کې د مهاجرو او د مارکېټ د امنیتي ساتونکو ترمنځ په نښته کې نیول شوي دي.
په مسکو کې د تاجک مهاجرو کارګرو د خدماتو د ادارې یوه ویاند نن ازادي راډیوته وویل چې پولیسو یو 27 کلن کارګر ځوان وهلی او هغه په روغتون کې بستر شوی دی.
د روغتون کارکونکو ویلي چې دا سړی نوروز کریموف نومېږي او صحي وضعیت یې نازک دی.
په روسیه کې د منځنۍ اسیا او قفقاز د هېوادونو سل ګونو زره کارګر کار کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په سویس کې د اورلګیدو له امله په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د سویس پولیس وایي، د کران مونتانا په تفریحي ښار کې د نوي کال د لمانځلو پرمهال د اورلګیدو له امله شاوخوا څلویښت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نژدې سل تنه نور ټپيان شوي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې داسې ښکاري چې اور چا قصدا اچولی وي.
ځیني قربانیان ډير سوځیدلي دي چې پيژندل یې سخته دي.
دا پېښه د شپې د یوې نیمې بجې خواته رامنځته شوه.
سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده، د دې سیمې پر سر یې الوتنې بندې کړې دي او پولیس وایي چې تر اوسه د اورلګیدو علت نه دی روښانه شوی.
زیلینسکي: سوله کوو، خو په هره بییه نه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نوي کال هرکلی په یوې وینا وکړ او ژمنه یې وکړه چې له روسیې سره به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د تړون لپاره هڅو ته دوام ورکړي، خو نوموړي وویل داسې هم ممکنه نه ده چې په هره بییه موافقه وشي.
د زیلینسکي د تیرې شپې دا تلویزیوني وینا یو ویشت دقیقې وه. ده وویل چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د سولې تړون "۹۰ سلنه" بشپړ شوی، خو نوموړي خبرداری ورکړ چې پاتې ۱۰ فیصده به ستونزمن وي او دا به "د سولې، اوکراین او اروپا برخلیک" وټاکي.
د اوکراین ولسمشر بیا وویل، اوکراین سوله غواړي خو په هر قیمت یې نه غواړي. زیلینسکي زیاته کړه چې د جګړې پای ته رسیدل غواړي، خو د اوکراین ختمیدل نه غواړي.
د ایران د بسیج ځواکونو یو غړی ووژل شو
د ایران د امنیتي ځواکونو یو غړی د اعتراضونو په ترڅ کې وژل شوی دی.
دا خبر نن پنجشنبه د ایران دولتي تلویزیون خپور کړ.
دې تلویزیون د لرستان ولایت د والي د مرستیال سعید پورعلي په وینا وویل چې د بسیج ځواکونو یو تن چې یو ویشت کاله عمر یې و، د کوهدشت په ښار کې د چهارشنبې په شپه په داسې حال کې ووژل شو چې د عمومي نظم د حفاظت لپاره یې هڅه کوله.
پورعلي ادعا کوي چې دا سرتیری د بلوا کوونکو له لورې وژل شوی دی.
د یکشنبې له ورځې راهیسې چې په ایران کې اعتراضونه پيل شوې دي، دا د مړینې لومړی خبر دی.
بسیج د ایران د سپاه پاسداران انقلاب تر سیورې لاندې ملیشه ده چې د ایران د دولت پياوړی مټ ګڼل کیږي.
په سویس کې د نوي کال په شپه چاودنې یوشمیر کسان وژلي
د سویس پولیسو نن وویل چې د دغه هیواد په جنوب لویدیځ کې د کران-مونتانا د سکي د یوه مرکز په بار کې د چاودنې او اورلګیدنې له امله یوشمیر کسان وژل شوي او ټپيان شوې دي.
سکای نیوز تلویزیون د پولیسو په وینا خبر ورکړ چې تر لږه لس تنه وژل شوي دي، خو یوشمیر سیمه ییزې رسنۍ وایي چې ښایي تلفات زیات وي.
د پولیسو ویاند وویل چې د چاودنې پرمهال په دې بار کې تر سلو ډیر کسان وو.
دا پیښه تیره شپه یوه نیمه بجه رامنځته شوه. سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده، د دې سیمې پر سر یې الوتنې بندې کړې دي او پولیس وایي چې تر اوسه د چاودنې علت نه دی روښانه شوی.
په ایران کې پرون (چهارشنبې) د اعتراضونو څلورمه ورځ وه
د ایران په پلازمېنه او څو نورو ښارونو کې د پیل شویو اعتراضونو پرون (چهارشنبې) څلور ورځې پوره شوې.
د اعتراضونو دا نوې لړۍ په ازاد بازار کې د ډالر د ارزښت د بېساري لوړېدا پر ضد پیل شوې ده.
د چهارشنبې په ورځ د فارس ولایت له (فسا) ولسوالۍ څخه داسې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې چې پکې ګڼ شمېر معترضان د ولسوال د دفتر مخته ښيي.
ویل کېږي چې په دې ښار کې امنیتي ځواکونو پر معترضانو اوښکې بهیوونکی ګاز کارولی او په ځینو تصویرونو کې لیدل کېږي چې معترضان د ولسوالۍ د دفتر د ودانۍ لور ته ډبرې ورغورځوي.
په همدې حال کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې معترضانو د فسا ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.
د ترکیې امنیتي ځواکونو د داعش د غړیو د نیولو خبر ورکړ
ترکیې د اسلامي دولت( داعش) د لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پر ایکسپاڼه لیکلي چې یوسل او پنځه ویشت داعشیان نن سهار په ترکیه کې نیول شوې دي.
د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په وینا دا کسان د ترکیې په پنځه ویشت ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هممهاله عملیاتو په ترڅ کې توقیف شوې دي.
ترکیې اونۍ مخکې هم د داعش د یوسل او پنځلس کسانو د نیولو ادعا کړې وه او ویلي یې و چې دې کسانو غوښتل د کرسمس او نوي میلادي کال د مراسمو پرمهال په ترکیه کې بریدونه وکړي.
د ایران په پلازمینه او شمیر ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونه
په ایران کې لاریونونه له پلازمېنې تهران څخه نورو ښارونو ته غځیدلي دي. دا اعتراضونه د انفلاسیون او د پیسو د ارزښت د کمیدو له کبله له پلازمینې تهران څخه نورو ښارونو ته خپاره شوې دي.
اعتراضونه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پيل شول چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه تر بل هر وخت ټیټه شوه، نو همهغه و چې د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.
د راپورونو له مخې له تهرانه پرته، په کرج، همدان، ملارد، قشم، کرمانشاه، شیراز، اصفهان او یزد کې هم مظاهرې شوې دي.
پولیسو په ځینو سیمو کې د لاریونوالو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګازه کار اخیستی دی.
د اوکراین په اودیسا ښار کې د روسیې په بریدونو کې درې ماشومان ټپیان شوي
اوکرایني چارواکي وايي، "پر اودیسا ښار د روسیې په بریدونو کې د دریو ماشومان په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي".
ددغه ښار پوځي مشر نن چهارشنبې پر خپل تلګرام کې لیکلي، "د روسیې بې پیلوټه الوتکو زموږ کورونه، لوجستکي او د انرژي د تولید سیمې په نښه کړې دي".
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه دي چې د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر استوګن ځاي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه رد کړل او مسکو يې د غلطو معلوماتو په خپرولو تورن کړ.
کرملین پرون سه شنبې ادعا کړې وه چې،"بې پیلوټه الوتکو د نووګورود په سیمه کې چیرته چې د پوتین استوګن ځای دی برید کړې دی".
وړاندې راغلي و چې دا برید پر "پوتین برید دی" دی.
بل پلو، تمه ده د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جنوري په شپږمه په فرانسه کې له خپلو لویدیزو متحداین سره له روسیې سره د سولې د خبرو اترو په اړه وګوري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي و، اوکرایین او روسیه د بل هر وخت پرتله سولې ته نژدې شوي دي.
نن د خالدې ضیا د جنازې مراسم په ډاکه کې ترسره کیږي
نن د بنګله دیش د پخوانۍ صدراعظمې خالدې ضیا د جنازې مراسم دي.
هغه چې د بنګله دیش لومړنۍ ښځینه صدراعظمه وه پرون سهار د ۸۰کلنۍ په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړه شوه.
د محمد یونس په مشرۍ د بنګله دیش موقت حکومت په دې هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او تمه ده چې د خالدې ضیا د جنازې لمونځ د پارلمان د باندې وشي.
د هغه مړی به د بنګله دیش د پخواني ولسمشر او د هغې د خاوند ضیالرحمن ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.
موقت حکومت اعلان کړی چې په ټولو امنیتي پوستو کې به بیرغ نیمه ځوړند وي.
د خالدې ضیا د جنازې په مراسمو کې به د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون ولري.
اغلې ضیا چې درې ځلې د بنګله دیش د صدارعظمه په توګه ټاکل شوې وه، په ۲۰۱۸کال کې د شیخ حسینې په حکومت کې په مالي فساد تورنه او نورو هېوادونو ته له تګ څخه راوګرځول شوه.
د ترکیې پولیسو نژدې څلور سوه کسان داعش ډلې د اړیکو په تور نیولي دي
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، د داعش ترهګرې ډلې پر ضد عملیاتو کې يې نن سې شنبې ۳۵۷ شکمن کسان نیولي دي.
دا شکمن کسان په داسې حال کې نیول شوي چې پرون دوشنبې د ترکیې په شمال لویدیځ کې په یوه وسله واله نښته کې درې پولیس وژل شوي او شپږ وسله وال کسان ټپیان شوي وو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي چې دا عملیات د ترکیې په ۲۱ولایتونو کې شوي دي.
له دې وړاندې د استانبول لوی څارنوالی اعلان کړی و چې پولیسو د دې ښار په ۱۱۴ سیمو او دوو نورو ولایتونو کې ډیر شمیر اسناد او ډیجیټالي مواد ضبط کړي دي.
اوونۍ وړاندې د ترکیې پولیسو له سلو ډیر کسان له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور نیولي وو.
پولیسو هغه مهال ویلي وو، " دې کسانو د کریسمس پر مراسمو د برید پلان درلوده".