د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

کُردستان کې سبا دوشنبه د بشپړې خپلواکې د اعلان په اړه ټولپوښتنه کېږي


په کُردستان کې به چې د عراق خودمختاره سیمه ده، سبا دوشنبه له عراقه د بشپړې خپلواکې د اعلان په اړه ټولپوښتنه وشي.

د عراق د دې سیمې سیاسي مشرانو ویلي چې د سیمې او نړۍ په کچه له مخالفتونو سره-سره به د کُردستان د خلکو نظر واخېستل شي.

د کُرستان ولسمشر مسعود بارزاني د جمعې په ورځ د دې سیمې په مرکز، اربیل کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل:

"د ازادي لپاره، موږ تیار یوو چې هره بيه پرې کړو. موږ پر دې لار، داسې مقام ته رارسېدلي یو چې یا به خپلواکي غوره کوو او یا به د تابع کېدو او تعدي پر لور حرکت کوو."

د کُرستان ولسمشر مسعود بارزاني
د کُرستان ولسمشر مسعود بارزاني

مسعود برزاني زیاته کړه چې ټولپوښتنه ضروري ده ځکه د هغه په وینا، د عراق د کُردانو د حقونو د خوندي کولو نورې ټولې هڅې ناکامې شوي دي.

د عراق کُردستان سیمه په ۲۰۰۵ میلادي کال کې خودمختاره شوه.

د کُردستان پارلمان د روانې میاشتې په پېل کې له عراقه د خپلواکۍ د اعلان په اړه د ټولپوښتنې پلان تائید کړ.

تر هغه وروسته، د عراق د پارلمان غیر کُردي وکیلانو له ټولپوښتنې سره مخالفت وکړ او صدراعظم حیدر العبادي ته یې صلاحیت ورکړ چې د عراق د اتحاد پر ضد د هر اقدام مخنیوی وکړي او د کُردانو له مشرانو سره خبرې وکړي.

له پلان شوې ټولپوښتنې سره د عراق پر مرکزي حکومت علاوه، د عراق ګاونډیو هېوادونو هم مخالفت کړی دی.

د ترکیې، ایران او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو تېره اوونۍ د عراقي کُردانو مشرانو ته خبر داری ورکړی چې له کُردستان د جلا کېدو په اړه ټولپوښتنې ته به ځواب ورکړي.

د هغوی په ګډه اعلامیه کې چې تېره اوونۍ په نیویارک کې تر غونډې وروسته خپره شوه، د عراق د خاورې پر بشپړتیا ټینګار وشو او له ټولپوښتنې سره شدید مخالفت په کې څرګند شو.

د ترکیې صدراعظم بن‎علي یلدرېم
د ترکیې صدراعظم بن‎علي یلدرېم

د ترکیې صدراعظم بن‎علي یلدرېم د جمعې په ورځ وویل:

"د دې ټولپوښتنې پرېکړه او څرنګه چې عملي کېږي د ترکیې له ملي امنیت سره تړلې مسئله ده. کله چې د ترکیې د ملي امنیت خبره شي بیا ترکیه په نړیوالو او دوه اړخېزو موافقو کې د خپل حق له کارولو مخ نه اړوي او تعهد لري چې له خپله حقه به دفاع وکړي."

ایران او ترکیه اندېښنه لري چې له عراقه د کُردستان جلا کېدل او د بشپړې خپلواکۍ اعلان به يې د هغوی په اقلیت کُردانوکې د بېلتون غوښتنې جذبه زیاته کړي.

د امریکا متحدو ایالاتو او نورو غربي قدرتونو هم د دې اقدام مخالفت کړی او اندېښنه یې څرګنده کړې چې د کُردستان جلا کېدل به د بغداد کمزوري حکومت لا ضعیف کړي او په سیمه کې به سیاسي لانجې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG