د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د عراق سترې محکمې د کُردستان د ټولپوښتنې د لغو کېدو حکم صادر کړ


د عراق سترې محکمې د کُردستان په کورواکه سیمه کې د ټولپوښتنې د لغو کېدو حکم صادر کړ.

له عراق څخه د جلا کېدو لپاره په کُردستان کې ټولپوښتنه راتلونکې اوونۍ په پام کې نیول شوې ده.

د عراق سترې محکمې پرون دوشنبه په بغداد کې وویل، امر یې کړی چې ټولپوښتنه دې تر هغو وځنډول شي چې د دې قضیې د قانوني توب په اړه پرېکړه کېږي.

دا څرګنده نه ده چې کُرد مشران به د سترې محکمې حکم ومني او که نه.

د عراق حکومت د کُرد مشرانو له لوري د ټولپوښتنې پرېکړه غندلې او هغه یې غیر قانوني بللې ده.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي
د عراق صدراعظم حیدر العبادي

د دغه هېواد صدراعظم حیدر العبادي د شنبې په ورځ په بغداد کې له اسوشیټېډ پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:

"زموږ دریځ دا دی چې دا «ټولپوښتنه» غیرقانوني ده، مشروعیت نه لري."

د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو د عراقي کُردستان له سیمې غوښتي چې ټولپوښتنه وځنډوي.

دوی وېره لري چې عراقي پوځیان د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې پر ضد په جګړه بوخت دي او په دې حالت کې به ټولپوښتنه بې ثباتي نوره هم زیاته کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د سیپټمبر د ۲۵مې نېټې لپاره په پام کې نیول شوې ټولپوښتنه به د دې اړتیا پر ځای چې داعش یا اسلامي دولت ډله وځپل شي او له دې سختدریځې ډلې څخه بېرته نیول شوي ښارونه بیا ودان کړل شي، تمرکز په بله واوړي.

د ملګرو ملتونو وياند سټيفان دوجاريک په يوه اعلاميه کې وويل، د ملګرو ملتونو سرمنشي د عراق ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او اتحاد ته درناوى لري او فکر کوي چې د عراق د فدرال حکومت او د کُرد مېشتې سيمې د محلي حکومت ترمنځ اختلافات بايد، د خبرو اترو له لارې حل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د عراق پر ټولو رهبرانو غږ کړى چې د دې مسئلې په برخه کې له زغمه کار واخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس

د ترکیې او ایران په شمول د سیمې هېوادونو هم د کُردستان له ټولپوښتنې سره کلک مخالفت کړی دی.

دا هېوادونه په دې ډارېږي چې د عراقي کُردستان خپلواکي به د دوی کُرد اقلیتونه جلا کېدو ته وهڅوي.

ترکیې د عراق پولي ته څېرمه پوځي مانور پیل کړې او ایران ویلي چې د کُردستان خپلواکي به په رسمیت ونه پېژني.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ویلي، روانه اوونۍ د ټولپوښتنې پر مسئله د عراق له صدراعظم حيدر العبادي سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG