د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د "ازادي کرکټ جام" پایلوبه پاکستان کرکټ ټیم وګټله


په لاهور کې د پاکستان او نړيوالې لوبډلې (ورلډ الېون) ترمنځ د درې شل اوريزه لوبو د لړۍ" ازادي جام" په درېیمې او وروستۍ لوبه کې پاکستان کرکټ ټیم نړېوالې لوبډلې ته په ۳۳ منډو ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د جمعې په ورځ ماښام د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه، نړیوالې لوبډلې ټاس یا پچه وګټله، خو لومړی یې پاکستان ټیم ته د بېټینګ بلنه ورکړه.

د پاکستان کرکټ ټیم په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړ په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې او سیال ټیم ته یې د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان له خوا فخر الزمان ۲۷ بابر اعظم ۴۸ او احمد شهزاد یوازې په ۵۵ توپونو تر ټولو زیاتې ۸۹ منډې جوړې کړې.

​د پاکستان د ۱۸۴ منډو هدف په ځواب کې چې کله ورلډ الېون ټیم خپل بېټنګ پېل کړ، نو په ۱۵ مجموعي منډو یې لومړی لوبغاړی تميم اقبال تر ۱۴منډو جوړولو وروسته وسوځېد چې ورسره د یاد ټیم د لوبغاړو د سوځېدو لړۍ پیل شوه او وروسته بیا هېڅ یوه لوبغاړي د پاکستاني ټیم د بالرانو مقابله ونه کړای شوه.

د یاد ټیم له خوا هاشم املا ۲۱، ډیویډ میلر ۳۲، پریرا ۳۲ او ډیرن سمي ۲۴ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له خوا حسن علي ۲ او اعماد وسیم، عثمان خان شینواري او رومان رئیس د نړیوالې لوبډلې ۱ـ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په پاکستان کې د سریلانکا پر کرکټ ټیم تر وسله وال برید وروسته دا لومړی ځل دی چې په دومره ګڼ شمېر کې د کرکټ نړېوال لوبغاړي د نړېولې لوبډلې یا ورډ لېون ټیم په بڼه پاکستان ته راغلي دي.

په دغه لوبډله کې چې کپتان یې د جنوبي افریقا نامتو لوبغاړی فاف ډوپلیسي دی، هاشم امله، تميم اقبال، ډېوډملر، ګرانټ ايليټ، تهساراپرېرا، بېن کټنګ، ډېرن سيمي، مورنی مورکل او عمران طاهر شامل دياو د پاکستان کرکټ ټیم کپتان سرفراز احمد دی.

د یادونې وړ ده چې په لاهور کې ددغو لوبو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG