د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

اپریدی: په افغان شپږیزه کرکټ لیګ کې برخه نه اخلم


د پاکستان د کرکټ نامتو لوبغاړی شاهد خان اپریدی وایي، د ځینو کورنیو ستونزو له امله نه شي کولای چې د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په سیالیو کې برخه واخلي.

ټاکل شوې وه چې شاهد خان اپریدی به په شپږیزه کرکټ سیالیو کې د سپین غر بازان ټیم له خوا ګډون کوي، خو اپریدي د جمعې په ورځ پر خپلې فیسبوکپاڼې په یوه ویډیويي پېغام او همداشان پر خپلې رسمي ټویټر پاڼې کې ویلي چې کابل ته یې سفر د "کورنیو ستونزو له امله لغوه کړی".

ټاکل شوې ده چې شپږیزه کرکټ لیګ د راروانې دوشنبې په ورځ کابل کې پیل شي چې په دغه لیګ کې برخه اخیستونکي د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر لوبغاړي تېره ورځ کابل ته رسېدلي دي.

که څه هم ویل کېدل چې شاهد خان اپریدی به هم جمعې په ورځ کابل ته راځي او په شپږیزه لیګ کې به برخه اخلي، خو ښاغلی اپریدی وايي چې د ځینو بېړنیو کورنیو ستونزو د رامنځته کېدو له امله په دغه سیالیو کې برخه نه شي اخیستلای.

نوموړی همداشان له افغان حکومت، افغان کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ او سپين غر بازان ټيم مننه کړې چې په شپږیزې لیګ کې یې د لوبې کولو بلنه ورکړې وه.

ښاغلي اپریدي څه موده مخکې پر خپلې ټویټر پاڼې اعلان کړی و چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې به د ګډون لپاره کابل ته ځي او د سولې لپاره به کار کوي.

شپږیزه د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د افغان کرکټ لیګ لوبې دي چې ټاکل شوې ده د روانې میاشت په ۱۱مه نېټه په کابل پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دا پېنځم ځل دی چې په کابل کې د شپږیزې افغان کرکټ لیګ سیالۍ کېږي.

سږکال په دغو سیالیو کې ټولټال شپږ ټیمونه برخه لري.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې سږکال په دغه افغان کرکټ لیګ کې شااوخوا ۳۰ بهرني لوبغاړي، روزونکي او څارونکي برخه اخلي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG