د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

هوتک: شاهد افریدی په ۶ سیالیو کې برخه اخلي


د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند وايي، امونهنګانو د پاکستان د ملي لوبډلې توپ وهونکي عبدالرازق سره خبرې کړي او په شپږیزه لیک سیالیو کې به د دې لوبډلې په ګټه ولوبيږي.

هوتک وویل چې همداراز شاهد افریدي هم خبر ورکړي چې په شپږیزه شل اوریزه کرکټ سیالیو کې به د سپین غر زمریانو په ګټه ولوبيږي.

دا پښتون لوبغاړی که څه هم اوس مهال د پاکستان د ملي لوبډلې برخه نه ده خو په یو شمېر سوداګریزو سیالیو کې برخه اخلي او د خپلې تیزې توپ وهنې او سلو توپ اچونې له امله په نړیواله کچه د شهرت خاوند دی.

XS
SM
MD
LG