د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

ویراټ کوهلي په کرکټ لوبو کې تر ټولو زیاتو سلیزو جوړونکی"۲م" لوبغاړی شو


د هندوستان د کرکټ د ملي ټیم کپټان ویراټ کوهلي د نړیوال کرکټ په یو ورځنیو لوبو کې د ۳۰ سلیزو په جوړولو سره په دغو لوبو کې د تر ټولو زیاتو سلیزو جوړونکو لوبغاړو په لېست کې دوهم مقام وګاټه.

کوهلي د یکشنبې په ورځ خپله ۳۰مه سلیزه د سریلانکا په پریماډاسا کرکټ لوبغالي کې د سریلانکا له کرکټ ټیم سره په لوبېدونکې یوې ورځنۍ لوبه کې ووهله او تر ټولو زیاتو سلیزو جوړونکی دوېیم لوبغاړی شو.

د هندوستان او سریلانکا ترمنځ په دې وروستیو کې په سریلانکا کې د ټسټ او ۵ یو ورځنیو لوبو سیریز یا لړۍ روانه وه چې د هندوستان کرکټ ټیم د ویراټ کوهلي په مشرۍ په دغو ټولو ۵ یو ورځنیو لوبو کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او دا لړۍ یې ۵.۰ وګټله.

دا د سریلانکا پر خلاف په روان سیریز کې د ویراټ کوهلي دوهمه پرله‎پسې سلیزه وه.

تر دې مخکې نوموړي د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغو لوبو د لړۍ په څلورمې لوبه کې هم سلیزه وهلې وه.

د کرکټ د نړۍ په یو ورځنیو لوبو کې د تر ټولو زیاتو سلیزو جوړونکو لوبغاړو په لېست کې لا تر دې دمه د هندوستان کرکټ ټیم پخوانی لوبغاړی او کپټان سچن ټنډولکر لومړی مقام لري.

نوموړي له ۱۹۸۹میلادي کال څخه تر ۲۰۱۲ پورې ۴۶۳ یو ورځنۍ لوبې لوبولي او په دغو کې یې د کرکټ د نړۍ تر ټولو زیاتې ۴۹ سلیزې وهلي.

تر ټنډولکر وروسته په دغه لېست کې دوهم مقام د اسټرالیا د پخواني لوبغاړي او کپټان ریکي پونټنګ و.

پونټنګ له ۱۹۹۵ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۲ میلادي کال پورې ټولټال ۳۷۵ یو ورځنۍ لوبې کړې وې چې په دغو کې یې ۳۰ سلیزې وهلې وې.

خو د هندوستان د کرکټ ټیم اوسني کپټان ۲۸ کلن ویراټ کوهلي وتوانېده چې یوازې د ۱۹۴ ورځنیو لوبو په لوبولو د تر ټولو زیاتو سلیزو جوړونکو په لېست کې ریکي پونټنګ شاته پرېږدي او دوهم مقام وګټي.

سربېره پر دې ویراټ کوهلي په روان ۲۰۱۷ میلادي کال کې لومړنی لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو لوبو کې یې تر دې دمه تر ټولو زیاتې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې هندي رسنیو د خپل کرکټ ټیم د کپټان له‎خوا د دغه مقام په ګټلو ډېره خوښي ښودلې او د کرکټ په نړۍ کې یې ویراټ کوهلي د «Runs Machine» یا د منډې جوړونکي ماشین په نامه یاد کړی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG