د لاسرسي لېنکونه

د "ازادي جام" په ۲مه لوبه کې "ورلډ الېون" پاکستان ته ماتې ورکړه


په لاهور کې د پاکستان او نړيوالې لوبډلې "ورلډ الېون"ترمنځ د درې شل اوريزه لوبو د لړۍ" ازادي جام" دويیمه لوبه نړېوالې لوبډلې تر یوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۷ ویکټو وګټله او د ۳ لوبو سیریز یې ۱ ـ ۱ برابر کړ.

دغه لوبه چې د چهارشنبې په ورځ ماښام د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه، د پاکستان کرکټ ټیم ټاس یا پچه وګټله او لومړی یې د بېټنګ پرېکړه وکړه.

یاد ټیم په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړ په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې او سیال ټیم ته یې د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان له‎خوا فخر الزمان ۲۱، احمد شهزاد ۴۳، شعیب ملک ۳۹ او بابر اعظم تر ټولو زیاتې ۴۵ منډې جوړې کړې.

د پاکستان د لوبې په ځواب کې ورلډ الېون ټیم ټاکلی هدف د وروستي ۲۰م اوور په ۵ توپ د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او دغه لوبه یې وګټله.

د پاکستان د ۱۷۵ منډو هدف په ځواب کې چې کله ورلډ الېون ټیم خپل بېټنګ پېل کړ، نو په ۴۷ رنزونو يې لومړی لوبغاړی تميم اقبال تر ۲۳منډو جوړولو ووسته وسوځېد، خو بیا وروسته کپتان فاف ډوپلیسي ۲۰، پریرزا ۴۷ او هاشم امله ۷۲ منډې وکړې او د خپل ټیم په ګټلو کې یې مهم رول ولوباوه.

دا په لاهور کې د پاکستان کرکټ ټیم او نړیوالې لوبډلې "ورلډ الېون" ترمنځ د ۳ سیالیو د لړۍ ۲مه سیالي وه.

تر دې مخکې د دغه جام لومړۍ سیالي تېره ورځ پاکستان ګټلې وه.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په پاکستان کې د سریلانکا پر کرکټ ټیم تر وسله‎وال برید وروسته دا لومړی ځل دی چې په دومره ګڼ شمېر کې د کرکټ نړېوال لوبغاړي پاکستان ته راغلي دی.

لاهور ته راغلې په نړېواله لوبډله کې چې کپتان یې د جنوبي افریقا نامتو لوبغاړی فاف ډوپلیسي دی، هاشم امله، تميم اقبال، ډېوډملر، ګرانټ ايليټ، تهساراپرېرا، بېن کټنګ، ډېرن سيمي، مورنی مورکل او عمران طاهر شامل دي او د پاکستان کرکټ ټیم کپتان سرفراز احمد دی.

د یادونې وړ ده چې په لاهور کې د دغو لوبو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG