د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۶

WHO: افغانستان کې ۱۶۴ روغتیایي مرکزونه تړل شوي


د روغتیا نړیوال سازمان WHO وایي، د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې ۱۶۴ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي چې دغه روغتیایي مرکزونه د ناامنیو له کبله تړل شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د دغه راپور په حواله ویلي چې د دغو مرکزونو په تړلو سره د افغانستان شاوخوا درې میلیونه وګړي روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې اغېزمن شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د دې شمېرې په اړه څه نه‎دي ویلي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا راپور داسې مهال خپور شوی چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې خپل فعالیت بندوي.

دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې په همدې ولایت کې د سره صلیب په یوه روغتون کې یوه هسپانوۍ کارکوونکې د یوه ناروغ له‎خوا ووژل شوه.

XS
SM
MD
LG