د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۰۹

ناویرت: ټېلرسن د امریکا او روسیې د ډيپلوماټيک کړکېچ زیاتېدل نه غواړي


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د بهرنيو چارو وزير نه غواړي د واشنګټن او مسکو ترمنځ ډيپلوماټيک کړکېچ تر دې زيات شي.

د دغه وزارت د وياندې په خبره رېکس ټېلرسن هڅه کوي د دواړو اټمي ځواک لرونکو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر ناويرت پرون سې شنبه په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل:

"د بهرنيو چارو وزير په دې باور دى چې په دې برخه کې بل داسې شديد اقدام ته اړتيا نه شته، موږ د مخکې تګ لپاره هڅه او کار کوو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.

د امريکا متحدو ايالتونو دوه اوونۍ مخکې په سن فرانسيسکو ايالت کې د روسيې د يوې قونسلګرۍ او په واشنګټن او نيويارک کې د روسيې د دوو نورو ملحقه تجارتي مرکزونو د تړلو امر وکړ.

تر دې مخکې روسيې په خپل قلمرو کې د امريکا د ډيپلوماټيکو کارکوونکو د شمېر د کمولو امر کړى و.

XS
SM
MD
LG