د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

د پاکستان صدراعظم: له افغانستان سره د ګډ سرحد څارنه به زیاته کړو


د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي، له افغانستان سره د ګډ سرحد څارنه به زیاته کړي او له خپله لوري یې د پولي پر امتداد د موانعو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د اسوشیټېډ پرس په حواله، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي پرون سې شنبه په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي چې پر پوله د تروریستانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د ګډو ګزمو پېلولو ته تیار دی.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي

صدراعظم عباسي ویلي:

"موږ به پر ګډه پوله اغزن سیم ولګوو او افغانان هم کولای شي چې له خپله لوري ورته موانع جوړې کړي. موږ د ګډ سرحد د څارنې لپاره له افغانستان سره د ګډو ګزمو لپاره هم تیار یو."

عباسي زیاته کړې چې ټولې هغه جنایتکارې ډلې چې پاکستان یې پر ضد جنګېږي په افغانستان کې دېره دي.

په دې اړه په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال تېره شپه ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې د دواړو هېوادونو روابط نازک دي او داسې ویناوې یې نه شي ښه کولای.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال
په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

حضرت عمر زاخېلوال وايي:

"د افغانستان حکومت هرګز د خاردار سیم ملاتړ نه دی کړی، ضد ېې دی. اصلاً، موږ په بحثونو کې ویلي چې تر ټولو لویه ستونزه په پاکستان کې د افغانستان په اړه پالیسي ده. دا پالیسي باید تغیر وکړي، د سولې ملاتړ وکړي، د افغانستان حکومت ته د یوه مستقل هېواد په توګه وګوري، درناوی ورته وکړي. دا پالیسي باید داسې وي چې د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ د نږدېوالي سبب شي، خاردار سیم یې لا سره لرې کوي. دا نورې ستونزې را ولاړوي. دا اصلې ستونزې ته ځواب نه دی بلکه یو بل څه دی."

د امریکا متحدو ایالاتو د اګست میاشتې په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتيژي اعلان کړه او پر پاکستان یې غږ وکړ چې نور دا نه شي زغملای چې پاکستان داسې تروریستانو ته ځای ورکړی چې د امریکا پر خلکو او ګټو حملې کوي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې تر اوسه له دوی کومه ځانګړې غوښتنه نه ده کړې.

هغه او ټینګار کړی چې حکومت به یې د امریکايي چارواکو له لوري د هر ډول معلوماتو د ترلاسه کولو په صورت کې لازم اقدام وکړي.

د اسوشیټېډ پرس په حواله، هغه له امریکا سره د خپل حکومت د نازکو اړیکو په اړه خبریالانو ته ویلي چې فکرنه کوي چې د افغانستان وضعیت د امریکا او پاکستان د اړیکو لپاره ټاکونکی وي.

عباسي ویلي، د امریکا او پاکستان ترمنځ اویا کلنه دوستي ده او داسې مسایل باید اغېز ورباندې ونه کړي.

XS
SM
MD
LG