د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

پاکستان: د امریکا د مرستو بندېدل به له ترورېزم سره مبارزه اغېزمنه کړي


د پاکستان صدراعظم خبرداری ورکړی دی چې د امریکا د مرستو بندېدل به له ترورېزم سره مبارزه اغېزمنه کړي.

شاهد خاقان عباسي روېټرز اژانس ته د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې وویل چې پاکستان له ترورېزم سره په مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وویل چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو پرضد جدي مبارزه نه ده کړې.

د اسلام اباد عکس العملونه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه دوام لري او په دې ترڅ کې تازه د پاکستان صدراعظم ویلي دي چې د امریکا لپاره دا ګټه نه کوي چې پر پاکستاني چارواکو بندیزونه ولګوي، یا هم پر پاکستان پوځي مرستې بندې کړي.

شاهد خاقان عباسي روېټرز اژانس ته په اسلام اباد کې وویل چې له ترورېزم سره باید د پاکستان پر مبارزې سترګې پټې نه شي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي

ښاغلي عباسي وویل:

"موږ له ترورېزم سره په مبارزه کې یوو، هر څه چې په دې ډګر کې زموږ هڅې زیانمنوي، یوازې د امریکا هڅې ورسره زیانمېږي."

د امریکا ولسمشر تېره میاشت د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال ویلي و چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو د پناه ځایونو پرضد هغسې چې ښایي، مبارزه نه ده کړې.

ټرمپ خبرداری ورکړی، که پاکستان د ترورېستانو پرضد په خپله خاوره کې جدي مبارزه ونه کړي، ډېر څه به له لاسه ورکړي.

خو اسلام اباد وایي چې هېڅ ترهګر ته یې پناه نه ده ورکړې او له ۲۰۰۱ میلادي کال را پدې خوا یې له نړیوالو سره د ترورېستانو پر ضد په مبارزه کې، ۶۰ زره قربانۍ ورکړې دي.

د امریکا متحد ایالتونو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له پاکستان سره یو میلیارډ ډالر پوځي مرستې وکړې چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله دا مرسته زیاته کمه وه.

په ۲۰۱۱ میالدي کال کې چې په افغانستان کې تر یولک ډېر امریکایي پوځیان وو، واشنګتن له اسلام اباد سره تر درې نیم میلیارده ډالرو پورې مرسته کړې وه.

اوس د پاکستان صدراعظم وایي، هر راز هڅه به د مرستو د کمېدو لپاره اغېزمنه نه وي او له ترورېزم سره مبارزه ګډو هڅو ته اړتیا لري.

د افغانستان حکومت پاکستان تورن کړی چې ترهګرو ته پناه ورکوي او اوس واشنګتن هم ورته تور پر دغه هېواد لګولی دی.

دې تورونو دې ته لار هواره کړې ده چې پاکستان اوس چین او ایران ته مخ واړوي او په سیمه ییزه کچه اړیکې پراخه کړي.

په دې ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف په تهران کې د ایران له ولسمشر سره دا خبره وکړه چې د افغانستان لانجه پوځي حل لاره نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران له بهرنیو چار وزیر جواد ظریف سره هم همدا خبره وکړه او ویې ویل چې د سولې هڅې باید په اغېزمن ډول مخته لاړې شي.

XS
SM
MD
LG