د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

قطر له ایران سره خپل ډیپلوماتیک روابط بېرته پیل کړل


قطر سره له دې چې عربي هېوادونو ورڅخه غوښتي وو چې ایران سره خپل روابط کم کړي، خو دوحې نن دغه روابط په بشپړه توګه بېرته برقراره کړل.

څلورو عربي هېوادونو، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر دوه میاشتې کېږي چې قطر سره خپلې اړیکې پرې کړي او پر دوحې باندې یې بندیزونه لګولي دي.

قطر نن له ایران سره د خپلو بشپړو اړیکو د بیا پیل په اعلان کې عربي هېوادونو سره خپلې لانجې ته کومه اشاره ونه‌کړه چې د جون د میاشتې راهیسې یې په قطر باندې هوايي، ځمکنۍ او سمندري لارې هم تړلې دي.

خو له دغه اقدامه څو ورځې مخکې ریاض د قطر د سلطنتي کورنۍ د یو غړي چې نېږدې خپلوان‌یې د ۱۹۷۲ کال په کودتا کې له واکه بې‌برخې کړای شول د مشهورولو او څرګندولو کوښښ وکړ.

د کریستین کوتس اولرخشین په نامه یوې امریکايي څېړونکې د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې قطر وښودله چې د عربي هېوادونو د غوښتنې برعکس لار یې غوره کړه.

قطر
قطر

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې سفیر یې ایران ته ستنېږي.

قطري چارواکو وویل چې دوی له تهران سره په ټولو برخو کې د خپلو اړیکو پیاوړي کولو ته هیله‌مند دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني خپل ایراني ساري محمد جواد ظریف سره په یوه ټیلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

قطر وروسته له دې چې په ۲۰۱۶ کال کې غوسه‌ناکو مظاهره‌چیانو په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت برید وکړ، ریاض څخه د ملاتړ لپاره له تهرانه خپل سفیر ورغوښتی وو.

ایرانیانو دغه مظاهره په سعودي عربستان کې د یوه شیعه ملا په اعدام باندې د اعتراض لپاره کړې وه.

په ایران کې د سعودي عربستان حکومت پر ضد مظاهره.
په ایران کې د سعودي عربستان حکومت پر ضد مظاهره.

خو د ایران او قطر ترمنځ سوداګريزې اړیکې پر ځای وې.

قطر او ایران په خلیج کې د ګازو په یوه زېرمه کې شراکت لري.

وروسته له دې چې د قطر او عربي هېوادونو ترمنځ لانجه رامنځته شوه، تهران قطر ته خوراکي مواد او نورې مرستې ورواستولې.

عربي هېوادونو د قطر د ننني اعلان په وړاندې تر اوسه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG